په سعودي عربستان کښې دجرثقیل د غورځیدا په پیښه کښې ۱۰۷ کسان وژل شوي .
(ټی وی شیعه) پرون د سعودي عربستان په مکې کښې په بیت الحرام کښې دیوه ستر جرثقیل(CRANE) دغورځیدا په پيښه کښې یوسل اووه(۱۰۷) کسان وژل شوي او دوه سوه اته دیرش(۲۳۸) نور ژوبل شوي هم دي .
دغه پیښه د سعودي عربستان دصفا او مروه ترمینځ شوي ده او پکښې دپاکستان ، بنګلادیش او ځینونورو خارجي هیوادونو ښاریز هم مړه او ژوبل شوي دي .
په سعودي عربستان کښې دغه پيښه په داسې حال کښې شوي ده چې دحج کلني مراسم هم په شروع کیدا دي او پرون په مکې کښې هوا یو څه توفاني وه او باران هم شوی وو ..
دسعودي عربستان دمدني دفاع اژانس وویل په بیت الحرام کښې د جرثقیل د غورځیدا له پیښې وروسته سیمې ته مرستندویه کسان استول شوي .
د سعودي عربستان د دوو (۲)سترو سپیڅلیو جوماتونو ویندوی احمد بن محمد المنصوري وویل جرثقیل د سختې هوا او سختو بارانونو له کبله غورځيدلی دی .
دسعودي عربستان دمکې والي شاهزاده خالد الفیصل ددغه پیښې په باره کښې دتحقیق دترسره کیدا غوښتنه کړي ده .
Add new comment