دایران معظم لارښود؛ د نړۍ د اتلولۍ د مقام د ګټلو په خاطر، دغیږ نیونی ملی ټیم ته مبارکی وویله

 

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د اطلاع رسونی د مرکز د رپوټ په اساس، د امریکا د نړیوال کپ په سیالیوکی؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د آزادی غیږ نیونی؛ د ملی ټیم له مقتدرانه اتلولۍ وروسته؛ د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، دیو پیغام په صادرولوسره، د آزادی غیږ نیونی د ملی ټیم له غړیو او روزونکو څخه قدرونه وکړه .
د معظم لارښود د پیغام په متن کی راغلی دی : له دی کبله چی دایران بچیانو وکولای شول؛ په نړیوال ډګر کی د دی شریف ملت لپاره، ویاړ وګټی، د خدای شکر ادا کوم .
د ایران د آزادی غیږ نیونی ټیم چی، د ډله ایزی مرحلی په دریو سیالیوکی هم، د بلا روس؛ ترکیی؛ او آذر بایجان جمهوریت په وړاندی، په ترتیب سره، د ۸ پر یو، ۷ پر یو، او ۷ پر یو نتایجوسره، بریالیتوب ته رسیدلئ ؤ؛ د اتلولۍ د مقام په ګټلوسره، په دغو سیالیوکی د ایران شپږمه اتلولې لاسته راوړه .

Add new comment