د پاکستان پوځ په مهمندو سرحدي سیمه کښې شل ترهګر هلاک کړل

 

په مهمندو ایجنسۍ کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په لاس شل ترهګر هلاک شول.
د پاکستان پوځ وايي د ډیورنډ پر پوله یې ۲۰ وسله وال وژلي دي. رسنیو د پوځ د سرچینو له قوله ویلي چې دغه کسان تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې د ډیورنډ له کرښې تېر او مومندو ایجنسۍ ته لاړ شي.
ویل کېږي چې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ یو ساعت نښته شوې چې په ترڅ کې یې شل وسله وال وژل شوي دي.

Add new comment