بلاخره هم درستې نړئ داسلامی ایران سوله ایز ایټمي پروګرام ومانه
د تهران دجمعې لمانځه موقتي خطیب آیت ا... امامی کاشاني نن دجمعې لمانځه په خطبو کې دسویس په لوزان کې دایټمي خبرواترو په باب وویل دایټمي خبرواترو دګډې اعلامیې کلي چوکاټ وښودله چې لودیځي نړۍ دسوله ایزې ایټمي انرژۍ په درلودلو کې دایران واقعیَت منلی دی ، په داسې حال کې چې له دې مخکې ، ئې دغه واقعیَت نه مانه .
آیت ا... کاشاني ددې خبرې په کولو سره چې دایران ایټمي مرکچي ټيم په ډير ښه ډول دلودیځ په مقابل کې دسوله ایز ایټمی پرورام په درلودلو کې دایران دملت دحق دفاع کړې روښآنه کړه دلودیځ له خوا دنړیوالو تړونونو په اساس دایران حق منل شوی دی چې البته دجزیاتو په باب ئې په راتلونکو درو میاشتو کې بحثونه کیږي .
دتهران دجمعې لمانځه موقتي امام دایران په ضد دبندیزونو دلغوه کیدا په باب هم وویل لودیځي مرکچیانو منلې ده چې دایران په ضد بندیزونه ونه ځنډول شي بلکې باید لغوه شي ، چې دا دلوزان په ایټمي خبرواترو کې ستره بریا ده .
آیت ا... امامی کاشاني همدرااز دلوزان دایټمي خبرواترو په باب دامریکا دولسمشر دڅرګندونو په باب روښانه کړه اوباما دنړیوالو په وړاندې ومنله ، نه دی توانیدلی چې ایران له سوله ایز پروګرام څخه شاتګ ته قانع کړي چې البته دایټمی وسلو په باب په دروغو سره وویل ، په داسې حال کې چې ایران هیڅکله هم په ایټمي وسلو پسې نه دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب په ایټمي خبرواترو کې دایران دکامیابۍ عواملو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دایران دایټمي مرکچي ټیم دبریالیتوب علت په نړیوالې رتبې کې دایران علمی لوړتیا او ودې له پلوه دهیواد علمي پرمختګ او لوړتیا ده
هغه په دوام کې وویل علمي ودې ایران دمقاومتي اقتصاد دموضوع پشمول چې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود تائيد کړې ، دپراختیا په لور کاږلی دی .
ایران او ۵+۱ډلې بیګا دسویس په لوزان کې له نهو ورځو کوټلو خبرواترو وروسته دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دایران دسوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب دنهائي موافقې چوکاټ مشخص کړ
داسلامی ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف په وینا،دلوزان دپایزې اعلامیې په خپریدا سره دایران او ۵+۱ډلې دایټمي خبرواترو نهائی موافقې سند دراتلونکي جون پورې برابریږي .
Add new comment