دافغانستان د مسجدونو یو شمیر ملا امامانو،د فرخنده وژله وغندله

د ترلاسه شویو رپوټونو له مخی، دافغانستان یوشمیر ملا امامانو، د قرآنکریم په نسبت د سپکاوی په تور، د فرخنده سوځول او وژله وغندله، او له دولت څخه یی وغوښتل چی، د وژلی عواملو ته سزا ورکړی .
د بی،بی،سی د رپوټ په اساس، د بامیان د جامع جومات ملا امام، غلام رضا رضوانی، د جمعی لمانځه په خطبوکی، د فرخنده وژله یو غیر انسانی اقدام وباله، او د دغه کار د عواملو د مجازاتیدو غوښتونکئ شو .
د جلال آباد ښار د مسجدونو یو شمیر ملا امامانو هم، د فرخنده وژله غندلې، او ټینګار یی وکړ چی، قرآن کریم دا دستور نه دئ ورکړئ؛ که یو څوک د قرآن په نسبت سپکاوی وکړی، خلګ دی هغه ووژنی .
فرخنده څو ورځی وړاندی، د قرآنکریم په نسبت د سپکاوی په تور، تر وهلو ډبولو لاندی نیوله شوې، او ووژله شوه، او ډبونکو د هغی مړئ وسوځاوه .
دغی پیښی په ټول افغانستان کی، پراخ غبرګونونه په ځان پسی درلودل .همداراز دافغانستان د علماؤو شورا، مدنی ټولنی، او د دی هیواد په لس هاؤو ارګانونو، د یو شمیر افراطی کسانو له خوا، د یادی نجلۍ د وژلی په وړاندی اعتراض وکړ .

Add new comment