انصارالله عربستان ته خبرداری ورکړ
د یمن د انصارا... غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د عربستان د تیري په هکله دغه هیواد ته خبرداری ورکړ.
ضیف ا... شامي پرون د لبنان المیادین ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې په یمن باندې د عربستان تیريته د خبرداري په ترڅ کښې وویل: د یمن انقلابیان به د عربستان د تیري ځواب د دغه هیواد په دننه کښې ورکړي.
هغه همداشان د یمني کډوالو په کیمپ باندې د عربستان د جنګي الوتکو پرونی حمله یو جنګي جنایت وباله او ویې ویل: د یمن خلک به هیڅکله له خپل دښمن سره خبرې اترې ونکړي.
د یمن د بې کوره شویو خلکو په یو کیمپ باندې پرون د عربستان په هوايي برید کښې په لس هاو بې ګناه ملکیان مړه او ژوبل شول.
Add new comment