مصر د سمندر له لارې په یمن برید کړی

د مصر جنګي کشتیو د یمن په سویل کښې د عدن ښار په ځینو سیمو ډزې کړې دي.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې د یمن په ساحلونو کښې ولاړو مصري جنګي کشتیو پرون په عدن بندر کښې د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو په سنګرونو ډزې وکړې.
د مصر جنګي کشتۍ تیره اونۍ د سویز کانال له لارې سره سمندر ته داخلې شوي او له عدن ښار سره نزدې مورچه شوې دي او دا په یمن باندې د سعودي عربستان د هوايي حملو له پيلیدو وروسته له سمندر څخه په دغه هیواد باندې وړومبنی حمله ده.

Add new comment