د عربستان الوتکو د یمني کډوالو په کمپ بمباري وکړه

د المیادین خبري چینل د راپور له مخ نن د عربستان الوتکو د الحجه ولایت په حرض پنډغالي بمباري وکړه چې نږدې ۳۰۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته
ویل شوي په دې حمله کې ۴۰ تنه مړه او تر دوه نیم سوه ډير ټپیان دي
ممکن د تلفاتو شمیره ډيره شي.
ویل شوي په دې پنډ غالي کې د پخوانیو او اوسنیو جګړو بي ځایه شویو خلکو پنا اخیستې وه
الحجه ولایت د پلازمینې صنعاء په ۱۲۷ کیلو مترۍ کې واقع دی
تر دې وړاندې هم د انصار الله غورځنګ یوه مشر ویلي ؤ عربستاني الوتکوپه تهامه ولایت کې د المرزوق په کمپ هم څلور ځله بمباري کړې وه او ګڼو ملکي خلکو ته ېې مرګ ژوبله اړولې وه، ویل شوي د قربانیانو جسدونه سوځيدلي او د پیژندو نه دي
تهامه ولایت له سرې بحیرې سره څنډه لري چې یوه برخه ېې په عربستان او بله په یمن پورې اړه لري
حوثیان وايي لا هم د عدن د بندري ښآر په لور د پرمختګ په حال کې دي

Add new comment