د انقلاب ستر لارښود خپل نوروزی پیغام کښې وویل: د ۹۴ کال (دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) د لویو پېر زونه لپاره د دولت او ولس همکاري
سیاسي ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د ۱۳۹۴ کال شروع کېدو په مناسبت سره د ایران ملت او نور هغه ملتونو ته چې د نوروز ورځ ته په درنښت ګورې د نوروز او نوې کال شروع کېدو مبارکې ورکړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه( ایکنا)راپور له مخې، د انقلاب ستر لارښود دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نوې کال ۱۳۹۴ په مناسبت د نوی کال او نوروز د ایران ملت او نور هغه ملتونو ته چې د نوروز ورځ ته په درنښت ګورې مبارکې ورکړي، او نوې کال یی( دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) په نوم وټاکلو.
حضرت آیت الله خامنه ای د نوې کال شروع کېدل د شهادت حضرت فاطمه سلام الله علیها ته اشاره سره وویل: د پیغمبر صلی الله علیه و آله کورنۍ سره د ایران ملت اخلاص او د پیغمبر صلی الله علیه و آله لور بی بی سره یو خاص غوښتنې لري او خلک هم یقینا د دې مقتضیات رعایت به کوي، او هیله لرم چې نوې کال به د فاطمه سلام الله علیها برکاتو نه شتمن وي او د هغې عزتمندې ژور او تل پاتې تاثیرات به د خلکو په ژوندون کښې څرګنده وي.
هغوي لنډه کتنه د ۱۳۹۴ کال مسایل کښې د دولت او ملت خپلو کښې سره همکاري ضروري وګڼله او تاکید یی وکړو: د ۹۴ کال د شعار(دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) ته عملی جامه اغوستلو لپاره په کار دي د شعار دواړه اړخه یعنې هم شجاع، بصیر، پوهه، او همت لرونکې د ایران ملت او همدارنګه خدمتګار دولت، چې په یو بل یی اعتماد وې او له یو بل سره همکاري کوي.
حضرت آیت الله خامنه ای د ایران ولس روان کال کښې مخامخ پېرزونو ته اشاره سره وویل: اقتصادي پرمختګ، په سیمه او نړۍ کښې اقتدار او عزت، په علم کښې ريښتوني پرمختګ، قضايی او اقتصادي عدالت، او له ټولو مهم ایمان او معنویات لوي پېرزونې دي چې په دې کال کښې د ایران ولس لپاره لرو، خو ولی تا ټولې غوښتنې او پېرزونې ترلاسه کوونکې دې او د ایران ستر او لوي ولس له ظرفیت نه او د سیاسي نظام نه بهر نه دي.
د انقلاب ستر لارښود په ادامه کښې د دې پیرونو شتون لپاره د همکاري، خواخوږي او د دولت او ملت دوه طرفه ګرانښت وټاکلو او وې ویل: دولت د ولس کارګر او ملت د دولت کارکوونکې دي او چې هر څومره د دولت او ولس همکاري زیاته وي، نو کار به هم زر زر کېږي، نو ځکه په کار هم دولت ملت قبول لري او د ولس ارزښت، اهمیت او وړتوب نه په سمه استفاده وکړي او هم ملت په کار په حقیقي معنا کښې په دولت باندې اعتماد ولري.
حضرت آیت الله خامنه ای د تېر شوي کال ۱۳۹۳ شعار ته د ارزښت څه رنګوالې ته اشاره وکړه، تېر کال مونږ سره د ستونزو او د هیواد پرمختګ کال ټاکو، ولسی ژمنه او په جهادی توګه مدیریت شعار هم دې روان ستونزو له سببه د ۹۳ کال شعار ټاکلې شوي وو، چې د ایران عظیم ولس له همت او پښې ارادې سره دا ستونزې تحمل کړي او مهم مناسبتونو کښې لکه د ۲۲بهمن لاریون او د قدس نړیواله ورځ لاریون او د امام حسین علیه السلام څلوېښتي کې په لويه توګه ګډون وکړو.
هغوي همدارنګه په ځنې څانګو کښې په جهادی توګه مدیریت کولو ته اشاره وکړه او وي ویل: هر یو ځي کښې چې جهادي مدیریت څرګنده شوي پرمختګ ځان ښودلې، خو ولی ولسي ژمنه او په جهادی توګه مدیریت له ۹۳ کال سره یواځې نه وو تړلي، بلکې دې کال او راروان ټولو کلونو ته یی د ایران عزیز ولس ورته اړتیا لري.
Add new comment