امریکا او اسراییل د دغه هیواد دوروستو پیښو شاته دي
دیمن د انصار الله غورځنګ مشر وویل امریکا او اسراییل د دغه هیواد دوروستو پیښو شاته دي .
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي زیاته کړه سعودي عربستان او قطر ددغه سیمې او دسیمې دباندې د ملتونو پرضد د تباه کونکو دسیسو شاته دي .
هغه وویل په یمن کښې وروستي جنایتونه ددغه هیواد دملت په ګونډو کولو او تسلیمیدا لپاره ترسره کیږي .
دانصار الله غورځنګ مشر وویل جنایتکاره کسان ماشومانان او ځوانان په جوماتونو او عبادت ځایونو کښې وژني .
هغه وویل دملي خبرو په نهايي کولو کښې ځنډ دیمن دسیاسي بهیر دبندولو په هدف سره ترسره کیږي .
سیاسي شناندي وايي چې په یمن کښې ترهګرو ته ټولې وسلې او مرستې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، اردن ، اسرایل ، امریکا،انګلستان او ځینې نور عرب اواروپايي هیوادونه ورکوي .
همدغه هیوادونه په سوريې ، لبنان، عراق، لبنان ، لیبیا او نورو ډیرو هیوادونو کښې هم د خلکو د وژلو او دترهګرۍ دزیاتیدا عوامل دي .
Add new comment