د استکبار مرګ(01)

د وحدت د اونۍ په شپو ورځو کې یوو ، د ربیع الاول یا لومړۍ خور د میاشتې دولسمه نیټه د اهل سنتو د روایاتو مطابق د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده او د شیعیانو په نزد هغه حضرت د ربیع الاول په اولسمه دې فاني نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې . په مسلمانانو کې دغه شان واړه واړه اختلافات کم نه دي خو مهمه دا ده چې ټول مسلمانان په یو رسول او یو قران او په تعلیماتو یې ایمان لري دغه شان اختلافونه د مذهبونو په مینځ کې د دښمنۍ ، کینې او اختلاف دلیل نه شي جوړیدلی . له همدې امله د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته د ربیع الاول له دولسمې تر اولسمې نیټې پورې موده د اسلامي وحدت اونۍ ونومول شوه اسلامي انقلاب ستر لارښود اولوی مرجع حضرت ایت الله العظمی امام خمیني د ایران د اسلامي انقلاب کامیابي د ټولې اسلامي نړۍ کامیابي او د ټولواسلامي مذهبونو د پيروانو او اسلام د عزت موندلو سبب ګڼله . په همدې لړ کې له ټولو اسلامي غورځنګونو ملاتړ که هغه د هر یو مذهب وي د ا یران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست یوه برخه وګرځیدله . نو ځکه ګورو چې که څه هم د فلسطین خلک اهل سنت دي خو د فلسطین له آیډیاله او د صهیونسټانو د بیت المقدس د ازادۍ ارمان د اسلامي ایران د بهرني سیاست یو بنیادي اصل دی. همداراز د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ټول توان سره د لبنان د حزب الله چې شیعه ډله ده له نیواکګر صهیونسټ رژیم سره د مبارزې دمقاومت یو چورلیزي رکن دی ، ملاتړ کوي. د حماس له غورځنګه هم چې د اهل سنت د مذهب پيروان دي خو په نیواکي ټاټوبي کې د مقاومت چورلیز دی ملاتړ کوي.
په دغه شان فضا کې کله چې له اسلامي ایران سره چې په اسلامي نړۍ کې د وحدت بیرغچي دی په چلند کې د لویدیځو دولتونو ټولو اقداماتو ماته وخوړله دغو دولتونو هڅه وکړه چې په اسلامي نړۍ کې دننه د اسلام د سوله غواړې او عدالت دوسته او رحماني دین د څیرې په داغي کولو سره له سوچه محمدي تفکر سره مقابلې ته پاڅیږي. په همدغه وخت کې ده چې مونږ په اسلامي نړۍ کې د افراطي بهیرونو د جوړیدو شاهدان یوو. هغه بهیرونه چې که څه هم د اسلامي تاریخ په اوږدو کې یې ځینې رګونه ترسترګو کیږي خو هیڅ کله یې په اسلامي نړۍ کې دومره شورماشو او جنایت نه دی کړی. د داعش په شان ډلو ډیرو جنایتونه حتی په مینځنیو پیړیو کې او هغه وخت چې په اروپا دوحشت او مرګ سیوري خپور و ، هم نه شو لیدلی. ولې په یوویشتمه پیړۍ کې او د نړیوال کلي په دې زمانه کې دغه شان ترهه ګرې او افراطي ډلې په اسلامي نړۍ کې جوړیږي؟ آیا دغه افراطي او ترهه ګر بهیرونه په نړۍ کې د تمدن او پرمختګ د مدعي هیوادونو له ملاتړه پرته جوړیدلی شول ؟
په مسلمانانو کې اختلاف نه یوازې د مذهبونو په مینځ کې بلکې حتی د یوه مذهب په عالمانو کې هم شته دی مثلا په تشیع مذهب کې کله کله په یو ې موضوع کې یو مجتهد داسې فتوا ورکوي چې له بل سره یو سل اتیا درجې فرق لري. خو د رایو دا اختلاف هیڅ کله د دښمنۍ او کینۍ سبب نه جوړیږي. د دې په اپوټه همدغه عالمانو د رایو له اختلاف سره سره په لمانځه کې په یو بل پسې ودریږي. په اهل سنتو کې هم په ډیرو دیني مسایلو کې د نظر اختلاف شته دی ، د اسلامي مذهبونو پیروانو تر هغه وخته چې د اسلام دښمنانو پکې اختلاف نه وي اچولی په لګونه کلونه یې د یو بل تر څنګ او حتی د غیر مسلمو تر څنګ سوله ایز ژوند کړی او له یو بل سره یې اړیکې درلودلې دي. ځکه چې دغیر مسلمو عقیدو ته احترام د پیغمبر او اهل بیتو د سیرت یوه برخه وه .
اوس که دغه ارتباط او ګډ سوله ایز ژوند د هغو مسلمانانو په مینځ کې وي چې دیو پیغمبر او اسماني کتاب تر تعلیماتو لاندې دي ، دغه درناوی بیا دوه برابره کیږي. امام خمیني او د اسلامي انقلاب مشر ایت الله العظمی خامنه ای د پیغمبر او اهل بیتو د سنتو مطابق له ټولو اختلافات سره سره د اسلامي مذهبونو په مینځ کې په وحدت ټینګار لري.

Add new comment