دافغانستان طالبانو ډلې دسولې له بهیر سره دیوځای کیدالپاره ۵شرطونه اعلان کړل
عرش نیوز خبری سایټ راپورورکړی دافغانستان طالبانوډلې پرون ناوخته پخپل رسمي سایټ کې په هیواد کې دجنګ دپای او دوسلې له بهیر سره دیوځاي کیدو لپاهر پنځه شرطونه مطرح کړي چې په هغو کې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو وتل ، په هیواد کې داسلامی حکومت جوړیدا او دشریعت دقوانینو اجرا ، دسولې اوامنیت بشپړ ټينګیدا ، په حکومت کې دوړتیاؤ او توانمنیو په اساس دټولو قومونو ونډه او له توپير اوتوکمپالنې پرته زده کړو ،اقتصاد ،طبی ،کلتوری اوټولینزو خدماتو ته دخلکو لاس رسی شامل دي .
طالبانو ډلې همداراز پخپلې اعلامیې کې ادعاکړې چې تل دافغانستان دملی ګټو دفاع کونکي دي او دهیواد ملی عرزښتونو اعزت دفاع ئې کړې ده
ډیری شناندي او کارپوهان وائی دیر آید درست آید په مقولې په عمل کولو سره که طالبان اوس هم پخپلو دغو شرطونو پخپله عمل وکړي او ټينګ پرې ودریږي نو بیا هم دافغانستان او ددغه هیواد دمظلوم ملت په حق کې به ډيره ښه وي .حال دا چې له دې مخکې ئې هم په ځلونو دځينو شرطونو له اعلانولو سره سره ئې دسولې په بهیر کې له ګډون کولو ډډه کړې ده
وروستی راپورونه ښئ چې په افغانستان :ې دداعش ډلې شتون او له طالبانو سره ئې په ځينو والیتونو کې نښتو ددِې ډلې په مشرانو کې یو لړ اندیښنې هم رامینځةکړي دي
Add new comment