په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي کمیټې ناسته

په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي کمیټې غونډه پرون د دغه هیواد د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ ترسره شوه.
د پاکستان وزیراعظم پرون په دغه غونډه کښې وویل: ترڅو پورې چې په دې هیواد کښې د تکفیریانو حملې ختمې نه شي او هغوي د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو وژلې ته دوام ورکوي، د ترهګرو د ختمولو لپاره به د پوځ حملې جاري وي.
نواز شریف له دې مخکښې هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت د قبایلي سیمو په شمول په ټول هیواد کښې د سولې او امنیت ټینګولو ته هوډمن دی.
د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار کښې د پاکستان د پوځ په یو ښوونځي باندې د دسمبر د شپاړسمې نیټې له خونړۍ حملې او ترهګرې پیښې وروسته د پاکستان حکومت د لوړرتبه سیاسي او پوځي چارواکو او همداشان د پارلیماني ګوندونو د مشرانو په شتون سره له تندلاریتوب سره د مبارزې د اغیزمنو لاروچارو د موندلو په موخه له ترهګرۍ سره د مقابلې ملي کمیټه جوړه کړه.
په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې د ملي کمیټې لخوا تصویب شوې وړومبۍ طرحه په ترهګرو فعالیتونو د شکمنو کسانو او مجرمانو د محاکمې په موخه د پوځي محکمو جوړول وو چې په پارلیمان او سینیټ کښې د دغې مسودې په تصویبیدو او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین لخوا د هغې په لاسلیکیدو سره د اجرا وړ شوه.
د پاکستان حکومت هیله من دی چې د پوځي محکمو په جوړولو سره چې د مجرمانو او په ترهګرو فعالیتونو د شکمنو کسانو د محاکمې لپاره ځانګړې شوې دي، په دغو دوسیو په غور کښې د چټکتیا ترڅنګ په دې لړ کښې لاپریکنده احکام هم صادر شي.
مسلم لیګ نواز ګوند په دې باور دی چې په وروستیو کلونو کښې د څیړنې د بهیر د اوږدوالي او د کمزورو حکمونو د صادریدو په وجه د مجرمانو او په ترهګرو فعالیتونو تورنو کسانو په دوسیو غور، د دفاع او ساتنې په چارې باندې د منفي اغیزو په وجه له ترهګرۍ سره د مبارزې د ناکارنده توب سبب شوې او په دې وجه په لنډه موده کښې د پریکنده احکاماتو صادریدل ضروري شوي دي.
په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي کمیټې تازه غونډه په داسې شرایطو کښې ترسره شوه چې په دغه هیواد کښې د طالبانو ګواښونه او تریخجن اقدامات همهغه شان دوام لري.
په راولپنډۍ ښار کښې د شیعه مسلمانانو په یوې امامباړې باندې وروستۍ ترهګره حمله چې پکښې په لس هاو کسان مړه او ژوبل شول، له هغو ترهګرو اقداماتو څخه وه چې د پیښور د سکول له خونړۍ پیښې وروسته رامینځته شو.
که څه هم تمه کیږي چې د پاکستان په ښارونو او قبایلي سیمو کښې د ترهګرو په خلاف د امنیتي او قضايي سیاستونو سختیدل له دفاعي رول سربیره له ترهګرۍ سره د لااغیزمنې مقابلې سبب شي خو پکار دي پاملرنه وشي چې د وسله والو طالبانو په شمول د پاکستان تندلارو ډلو هم د دغه هیواد حکومت د لاتریخجنو اقداماتو په غوره کولو ګواښلی دی.
په همدې لړ کښې د پاکستان د طالبانو د ډلې مشر ملا فضل ا... د دغې ډلې کسانو ته حکم ورکړی چې په هیواد کښې د مسلم لیګ نواز واکمن ګوند مشران په نښه کړي.
هغه ویلي، د ملي عوامي ګوند پرځاې مسلم لیګ نواز ګوند به د دغې ډلې د بریدنو اصلي هدف وي.
نوازشریف چې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک په شمول د حکومت د مخالف ګوندونو د اعتراضونو د دوام په وجه له سیاسي شخړو سره مخامخ دی، د ترهګرو ګواښونو زیاتیدو او د طالبانو قهرجنو اقداماتو هم د هغه ستونزې دوه برابره کړې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په امنیتي او سیاسي مسائلو باندې د پاکستان د واکمنې پارټۍ تمرکز به په اقتصادي برخه کښې د پلاننګ د ګډوډۍ سبب شي چې د دغه هیواد د حکومت ستونزې به لازیاتې کړي.

Add new comment