له تکفيري بهيرڅخه د اسلامي نړۍ د عالمانو د کرکې څرګندونه

په اسلامي ټاټوبو کښې د تکفيري ډلو له اقداماتو او جنايتونو څخه بېزارۍ او مخالفت په ايران کښې ((د اسلام د علماو له نظره تکفيري ډلې)) نومې نړيوالې کنګره کښې د ګډون لپاره له مختلفو هېوادونو څخه د اسلامي نړۍ له درې سوو نه زيات عالمان او متفکران راغونډ کړل. اسلامي نړۍ نن سبا د تکفيري تندلارو ډلو د جنايتاکارو په لاس د بې ګناه مسلمانانو د وېنې بيولو او د اسلامي آثارو او ودانيو د ويجاړولو کتونکې ده. يوه داسې ډله چې نه له شيعه مسلمانانو سره روغه ده او نۀ سني مسلمانان زغملې شي.
له غرب سره وابسته دغه مرموزه ډله له اسلامي تعليماتو څخه په خود ساخته مطلب اخېستنې سره د نړيوالو په نظر کښې د اسلام د پاکې څېرې له هر څه زيات خرابولو کوشش کوي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره له هيڅ جنايته ډډه نۀ کوي. په داسې حالاتو او د دغې ډلې د تخريبي او غېراسلامي افکارو په غبرګون کښې د اسلامي نړۍ يو شمېر نامتو او زړۀ سواندو عالمانو د تکفيري بهير د عقائدو او نظرياتو د پېژندلو او ورسره د مقابلې د لارو چارو د وړاندې کولو لپاره يو عملي او بېداروونکے حرکت شروع کړے دے.
((د اسلام د علماو له نظر تندلارې او تکفيري ډلې)) نومې نړيواله کنګره د دغه حرکت يوه وړومبنۍ عملي او عيني نمونه ده. دغه غونډه د ايران د دوو نامتو عالمانو يعنې آيت ا... ناصر مکارم شيرازي او آيت ا... جعفر سبحاني په مديريت او څارنې سره د قم په مقدس ښار کښې وشوه.
آيت ا... ناصر مکارم شيرازي د دغه کانفرنس د پرانېستې په موقع په خپله وېنا کښې وويل: ((اسلام د تولو او حتی د غېر مسلمانو په نسبت د مينې دين دے. پکار دي دنيا ته دا ثابت کړو چې د تکفيريانو چلند غېر اسلامي دے او هغه غولېدلي ځوانان چې دوي ته جذب شوي دي بيل کړوو.)) هغۀ له تکفيري ډلو سره د مبارزې د طريقې په باره کښې زياته کړه: ((له دغو منحرفانوسره فوځي او وسله ايزه مبارزه ضروري ده خو کافي نۀ ده بلکې پکار دی د اسلام د قدرمنو عالمانو په ذريعې سره يې فکري جرړې اوچې کړې شي. پکار دي تکفير وپېژنو او کوشش وکړوو چې جرړې يې اوچې کړوو. تر کومې به په ارام ناست يوو او د مسلمانانو وينې د توئيدو او د هغوي ناموسونو ته د سپکاوي کتونکي اوسو.)) د تشيع د نړۍ دغه لوړرتبه مرجع د داعش د تکفيري او ترهه ګرې ډلې د اقداماتو په باره کښې يو مهم ټکي ته اشاره وکړه او وې ويل: ((د افسوس خبره دا ده چې دا مسئله د اسلام د دښمنانو په لاس کښې يوه بهانه جوړه شوې ده د دې لپاره چې اسلام د بربريت او تشدد دين توصيف کړي.دا يوه ناڅاپه او حادثاتي خبره نۀ ده چې د اسلام مخالفان ټينګار کوي چې په داعش باندې د اسلامي حکومت نوم کيږدي. دا تشکيلات انحرافي تشکيلات دي چې نۀ حکومت دے او نۀ اسلامي بلکې يو داسې نوم دے چې د اسلام دښمنانو پرې په اسلام باندې د حملې کولو په مقصد اېښودے دے.))
آيت ا... سبحاني هم د اسلام د علماو له نظره تکفيري ډلې نومې کنګرې په وروستيو مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې تکفير يو غندل شوے تفکر دے او له اسلامي قواعدو سره سمون نۀ خوري څرګنده کړه: ((د اسلام عالمان بايد له تکفيريانو سره د مقابلې لپاره ګډ نظر ولري او په دې اوسنۍ کچې باندې بسنه نۀ شوو کې او پکار دي د دغې ښکارندې د جرړو د اېستلو لپاره يو لړ کارونه وکړو. دۀ زياته کړه په مختلفو اسلامي هېوادونو کښې عوام د رسنيو او د جوماتونو د منبرونو له لارې تکفيري ډلو ته د ګروهنې د خطر په باره کښې خبر شي او که په ټولنه کښې يو منکر موجود وي نو پکار دي په وړاندې يې ټينګ اودريږوو.))

Add new comment