دپاکستان د طالبانو د مشرانو د سر لپاره جایزه وټاکله شوه

د پاکستان دولت، د دغه هیواد د طا لبانو د ډلی د سرغڼی ملا فضل الله په شمول، د پاکستان د طالبانو د لوړ پوړو قومندانانو او مشرانو د سر لپاره، جایزه اعلان کړه . د خامه پرس د ویب سایټ د رپوټ له مخی، د پاکستان د طالبانو د ۶۱۵ مشرانو د سر لپاره، په مجموعی توګه ۷۷ کروړه کالداره، یعنی ۷ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالره جایزه وټاکله شوه .
د دغه رپوټ له مخی، د ملافضل الله، منګل باغ، قاری بشیر، او سیمع الله، د هر یوه د سر لپاره، یو کروړه کالداره چی نږدی نږدی ۱۰۰ زره ډالره کیږی؛ جایزه وټاکله شوه .
د پاکستان دطالبانو سرغڼئ ملافضل الله، د یوی وسله والی ډلی مشر منګل باغ، او قاری بشیر، او سمیع الله د طالبانو له قومندانانو څخه دی چی، د پاکستان په قبایلی سیمه کی، د دره اسماعیل خان له محبس څخه وتښیدل، او تر تعمقیب لاندی دی .
په ۲۰۱۳ م کال کی، پر دغه بند باندی د طالبانو په حملی سره، د طالبانو ۱۷۵ غړی له محبس څخه وتښتیدل .

Add new comment