داعشي مشرانو په عراق کې خپل ۸۶قوماندانان پانسي کړی دي
دعراق دپارلیمان یوه استاذي موفق الربیعي په یولړ څرګندونو کې ویلی دي د داعش تکفیری ډلې مشران له خپلو کورنیو سره ددغې ډلې دنوموړو کسانو دتماسونو په څیړلو سره متوجه شوي چې دوي دتښتې نیّت لري نو په همدې دلیل ئې دهغوي دنیولو او ورپسې هم سملاسی دپانسئ حکم صادرکړ .
داهم ویل شوي دي چې داعشي تکفیریانو دغه خپل ۸۶قوماندانان هم په ډير بوږنونکي ډول له شکنجه کولو وروسته پانسي کړي دي
همداراز دعراق لومړی وزیر حیدر العبادي هم ویلی دي په صلاح الدین ولایت کې وسله وال پوځ اوولسي ځواک دالضلوعیه ښار په آزادولو سره وښودله چې له داعش سره په مبارزې کې دوسله وال پوځ پرمختګونه په اوڅاره تو ګه زیات شوي او دغه پرمختګونه د داعشیانو دلالهاندۍ اوسربدالۍ لامل شوي دي .
هغه همداراز په دې مناسبت دعراق ملت ته د مبارکۍ په ویلو سره روښآنه کړې ، ټول باید له داعش دلې سره په مبارزې کې دعراق له امنیتي ځواک سره مرسته وکړو څو واقعي بریالیتوبونه ترلاسه شي . العبادي دغه راز زیاته کړې دعراق ملت او حکومت ثابته کړې ده چې هوډ اواراده ئې له ګواښونو لاپیاوړې ده .
همداراز پریس ټي وي هم راپوروکړی په همداوروستیو کې دامریکا په مشرۍ له داعش ډلې سره دمبارزې د تش په نامه ائيتلاف له ډنډوروسره سره امریکائي پوځ په سورئې او عراق کې داعشي تکفیریانو منګولو ته دوسلو او تجهیزاتو رسولو کار ته دوام و رکوي او په همداوروستیو کې یو ځل بیا د داعش ډلې منګولو ته دټآنک ضد وسلو پشمول دامریکا یو لړ پرمختللي وسلې رسیدلي دي او ویل کیږي چې دغه وسلې د داعشی تر کنټرول لاندې سیمو کې دامریکائي الوتکو په وسیله دهغوي لپاره په جوپو کې غورځول کیږي اویاهم دترکیې له لارې هغوي ته رسول کیږي . ددغه راپورپه اساس داعش ډله په سیمې کې دنورو ترهه ګرو ډلو په ضد هم د تاؤ په نامه ټانک ضد توغندیو استفاده کوي .
Add new comment