محمدرسول ا...ستره پوځي مانوره داسلامی ایران دفاعي قدرت دټولو نندارې ته وړاندې کوي
دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ دمحمد رسول ا... په نامه دګډې پوځي مانورې په دوام کې دوسله وال پوځ یو ه لوړپوړي چارواکي سردار ډګرجنرال حشمت ا... ملکیان په ارومیه کې پخپلو څرګندونو کې ویلی دي دغه ستره مانوره پخپل قدرت سره دوام لري او په ترکیب سره پکې داسلامی ایران دخاتم الانبیاء غونډ هوافضا دفاعي سسټم ، سمندري ،هوائي او مځکني یونټونه شتون لري او دغه مانوره دهیواد په جنوب ختیځ کې په کابو دوه میلیون او دوه لکه هیکټره مساحت کې ترسره کیږي
داسلامی ایران دمځکني ځواک دشمال لودیځ دسیمه ایز غونډ قوماندان زیاته کړې دوسله وال پوځ دجنګي توان لوړتیا دهیواد مځکنۍ بشپړتیا دساتنې ، دګډو عملیاتو په چوکاټ کې دپوځ دبیلابیلو یونټونودلازیاتې غږملتیا اوملګرتیا ، داټکل شویو پلانونو ارزونې ، دنوو وسلو اوتجهیزاتو او سسټمونو ازموینې ، او دسپيڅلی اته کلنې دفاع له تجروبو داستفادې او هم همداراز دولس اوپوځ دپیوندونو دپیاوړتیا اودګواښونو په وړاندې دخپل قدرت نندارې ته دوړاندې کولو په موخو سره په ماډرن تاکتیکونو او روزنیزو رودو سره ترسره کیږي .
Add new comment