د ترهه ګرۍ او افراط پالنې لعنت به له جرړو پاک کړو

دجنګ ورځپاڼې انټرنیتي سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان د وسله وال پوځ ستر قوماندان جنرال راحیل شریف پرون مازدیګر دوسله وال پوځ په لوئې درستیزوالۍ کې دپوځ دقوماندانانو په ټول کې دقومي ایکشن پلان بانډې دعمل کولو په باب اړونده مسئولانو اوچاروالو ته ضروری هدایات وکړل او دغه راز ئې کلک هوډ وښود چې دترهه ګرۍ اوافراط پالنې په ضد به دهیواد په ګوټ ګوټ کې پاکونکي عملیات وکړي اودغه ناسور به له جرړو وباسي . . هغه پخپلې وینا کې وویل دولس دباؤر دساتلو په خاطر رامینځةشوي قومي اوملی یووالی او اتحاد په عملی اقداماتو بدل کاندي .
له دې مخکې دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم قوم ته پخپل خطاب کې ویلی وو دترهه ګرۍ اوافراط پالنې په ضد به دقومي مشرانو او ګوندونو په مشورې سره سپیشل کورټ جوړکړي او دغه راز به د مذهبی مدرسو او ورسره دافغان کډوالو دنامو ثبتول هم یقینی کړي او دترهه ګرۍ په ضد سپیشل فورس به هم جوړ کړي څو له درست هیواده دترهه ګرۍ اوافراط پالنې دسرطان ددانې دلیرې کولو لپاره کومه نیمګرتیا پاتې نشي .

Add new comment