داعش ته داسلامی حکومت نامې ورکول دامریکایانو دسیسه ده
ستر دینی مرجع آیت ا....ناصر مکارم شیرازي پرون په یولړڅرګندونو کې دعراق اوسورئې دولسونو په ضد د داعش ترهه ګرې ډلې غیر انساني جنایتونو ته په اشارې سره وویل داعش نه اسلامی او نه هم حکومت دی ،په داسې حال کې چې امریکایان ټینګار کوي ووائی داعش اسلامی حکومت ،څو اسلام یو ځيږ او خطرناک دین معرفي کړي .
دغه ستر دیني مرجع همداراز داسلامی نړۍ دوحدت پیاوړتیا په قم کې دتکفیری بهیرونو دخطرې په باب وروستۍ سترې نړیوالې کنګرې آثار وبلل او روښانه ئې کړه په دغې نړیوالې کنګرې کې دنړۍ داتیاؤ هیوادونو غوره مفتیانو او عالمانو ګډون درلود او په دنیا ثابته شوه چې مسلمانان دترهه ګرۍ مخالف او دسولې پلویان دي او ددښمنانو دروغ اوپروپیګنډې ئې نندارې ته وړاندې کړې
Add new comment