د پوځ سترې مانورې، د ایران د توانمنیو نښه ده

د ایران د پوځ د شمال لویدیځ سیمې د مرکز قوماندان، د پوځ سترې مانورې، ددښمن پروړاندې د ایران د توانمنیو نښه وبللې.
د ایران د راډيو ټلویزیون د خبریال د خبر له مخې، د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د شمال لویدیځې سیمې د مرکز قوماندان، جنرال حشمت الله ملکیان نن سهار وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د سترو مانورو په ترسره کولوسره دښمن ته د یوه ګټونکي ځواک په توګه د ایران توانمنۍ ور ښيي.
جنرال حشمت الله ملکیان زیاته کړه چې ددې مانورو مهم پيغام له دوستو هېوادونو سره د سوله او دوستي او دښمنانو ته د اقتدار او دفاعي توان ننداره ده.
د ایران د پوځ د ځمکنیو، سمندري، هوايي او دافع هوا ځواکونو ګډې مانورې نن سهار د محمد رسول الله (ص) په نامه سره د ایران په سویل، سویل ختیځ او د عمان سمندر په اوبوکې پيل شول.

Add new comment