امام رضا (ع) د معرفت روانه چينه(۰۲)
مامون د خلقو په نظر کښې د امام رضا (ع) د الهي مقام د ماتولو لپاره د يو بل چلول فکر وکړ او هغه د علمي او ديني مناظرو د مجلسونو جوړول وو.
مامون به هر هغه کس چې په امام باندې د غلبې ډېر کم اميد به ترې ؤ د مناظرې لپاره رابلۀ. امام رضا (ع) د مختلفو دينونو او مذهبونو مناظره کوونکو ته په دغو مجلسونو کښې ماتې ورکړه او د علم او پوهې او په مختلفو علومو باندې د هغه حضرت د تسلط شهرت په هر ځاے کښې خپور شو.هم دلته وو چې مامون د ناکامۍ او زيان احساس وکړ او ځان يې د دې محتاج وګڼۀ چې بالاخره د اهلبېتو عليهم السلام له حقانيت سره د مقابلې لپاره داسې طريقه استعمال کړي چې تل تېرو ظالمانو او فاجرانو استعمال کړې وه يعنې قتل.
په دا ډول د امام رضا (ع) په نوم د وليعهدۍ د فرمان له جاري کېدو نه څه د پاسه يو کال تېرېدو وروسته مامون خپل لاسونه د امام د قتل په ډېر ستر او نۀ هېرېدونکي جنايت باندې رنګين کړ.
که څه هم اما رضا (ع) په غربت او پردېسۍ کښې شهيد کړې شو، خو د هدايت هغه رڼا چې خداے پاک د اهلبېتو عليهم السلام په ذريعې د انسانانو د سعادت لپاره بله کړې وه مړه نۀ شوه. هغه څه چې د احاديثو په قالب کښې په يادګار پاتې دي د انسانانو د فلاح او کاميابۍ لپاره يوه کرانبيه خزانه ده. د پروګرام په دې برخه کښې د امام رضا (ع) د يو مبارک حديث شرح بيانوو چې هغه حضرت پکې د خداے پاک د ښو بندګانو پنځۀ خصلتونه بيان کړي دي چې کېدې شي زمونږ د ټولو د هدايت د لارې څراع وګرځي.
د امام رضا (ع) په کلام کښې د ښو بندګانو وړومبنے خصلت دا دے که نېک کار کوي نو په کولو يې خوشحاليږي.
Add new comment