ايراني فېلسوف ابونصر محمد فارابي(02)
ابونصر فارابي په خپلو ګڼ شمېر فلسفي اثارو کښې کوشش کړے دےچې فلسفه د خلقو ديني عتقاداتو ته نزدې کړي يا په بل عبارت ديني اعتقادات په فلسفي اصولو سره له خرافاتو او توهماتو پاک کړي. هغه دا ثابتوي چې مثلاً د خلقت د شروع په موضوع کښې فلسفه له مذهبي رواياتو څخه زياته دقيقه او توحيد ته لا زياته نزدې ده. له دې نه علاوه فارابي د فلسفې د رواج لپاره چې ورباندې پوهېدل يې د نورو علوموپه شان د ټولو لپاره ضروري بللي دي کوشش کوي چې هغه مذهبي ژبې او اصطلاحاتو ته نزدې کړي. دغه کار له هغۀ نه وروسته د لسمې ميلادي پېړۍ په مېنځنيو وختونو کښې د اخوان الصفا په ذريعې سره په کامله توګه په ګڼ شمېر رسالو کښې عملي شو. د ايراني فلاسفر او ((فارابی مؤسس فلسفه اسلامی)) کتاب مولف د ډاکټر داوري په باور فارابي په فلسفه کښې د اجتهاد مقام ته رسېدلے ؤ او نۀ يوازې د ارسطو په شان د برهاني علم معلم ؤ بلکې علوم يې طبقه بندي کړل، اسلامي علوم يې هم په طبقه بندۍ او ترتيب کښې داخل کړل او هغو ټولو علومو ته يې منطقي او برهاني بڼه ورکړه. فارابي په حقيقت کښې د فلسفې مجدد او د اسلامي فلسفې بنسټ اېښودونکے دے. د فارابي له نظره د فلسفې حقيقت هغه د واحد خداے معرفت دے او له دې لحاظه له دين سره چې د توحيد او په خداے پاک باندې د ايمان په بنياد دے فرق نۀ لري. د دغو دواړو يوازېنے فرق په مقصد او ماهيت کښې نه بلکې په مېټاډالوجېک شکل کښې دے. يو په نظري قوت سره دے او بل په متخيله قوت سره دے او د فارابي کامل انسان هم هغه وړومبے مشر ، نبي او امام دے.))
فارابي د منطق د مباحثو يو خاص اهتمام کړے او په دې زمينه کښې يې مهم اثار ليلکي دي. هغۀ کوشش کړے دے چې د منطق مقام او اهميت په هغه زمانه کښې چې ځينې کسان يې منکر وو وټاکي او وښئ چې د علم خاوندان ولې منطق ته ضرورت لري او ترې څۀ فائدې اخېستې شي. فارابي منطق هغه صنعت بولي چې ورسره عقل پياوړتيا پېدا کوي او په داسې مواردو کښې چې له توهم او اشتباه سره مخامخيږو مونږ صحيح لارې ته هدايتوي.
فارابي معقولات په دوو برخو يعنې « بديهی » او« نظری » برخو وېشي. د هغۀ په باور خلق په بديهياتو کښې له اشتباه سره نۀ مخامخيږي.لکه ټول د دې خبرې تصديق کوي چې کل له جزء څخه ستر دے. خو نور معقولات پکار دي د فکر او قياس په مرستې سره درک کړې شي او په همدې چارو کښې دي چې منطق ته ضرورت محسوسيږي. فارابي د منطق علم د نحوې يعنې د ژبې د دستور له علم سره قياس کوي او وائي: ((منطق له معقولاتو سره هم هغه نسبت لري چې نحوه يې له الفاظو سره لري.))
يو بل مهم ډګر چې فارابي ورته توجه کړې وه او په دې لړ کښې يې زيات اثار هم ليکلي دي د مابعدالطبيعت ډګر دے. له توحيد سره د فلسفې د سازګارولو لپاره د هغۀ د کوشش نتيجه هغه نظام او قواعد دي چې له دين سره نااشنائي او مخالفت نۀ لري او لکه چې معلومه ده چې فلاسفر کولې شي هغه د دين باطن وګڼي.
الهي علم چې ارسطو به د فلسفې تاج بالۀ په هم هغه صورت کښې چې د ارسطو په مابعدالطبيعت کتاب کښې راغلي ؤ باقي پاتې نۀ شو او فارابي پکې يو لړ بدلون رامنځته کړ. د هغۀ له نظره موجودات له ډېرې نيمګړې مرتبې څخه د کمال په لور په حرکت کښې دي او هيڅ څيز د کمال په مرتبه کښې خداے پاک ته نۀ رسيږي او په همدې وجه ضد او نظير هم نۀ لري.
Add new comment