د عاشورې له پاڅونه وروسته بېداروونکي حرکتونه ( 1 )

د معاويه او په تېره بيا د هغۀ د زوے يزيد د خلافت په زمانه کښې اسلامي ټولنه له بنيادي انحرفاتوسره مخامخه شوه،په دا ډول چې امام حسېن (ع) د اسلام د مبين دين د حفاظت لپاره د يزيد په وړاندې له پاڅون کولو او د هغۀ له فساد سره له مقابلې پرته مخې ته بله څه لاره ونۀ مونده. امام حسېن (ع) خپله په يوه وېنا کښې وفرمايل: ((هر مسلمان چې له يو ظالم حکومت سره مخامخ شو چې د خداے پاک حرام حلال بولي او الهي تړون ماتوي، د هغۀ د ګران پېغمبر(ص) له قانون او سنتو سره مخالفت کوي او د خداے پاک د بندګانو ترمېنځ د ګناه، معصيت او تيري ګرۍ لاره غوره کوي،نو که په کردار او ګفتار سره يې مخالفت څرګند نه کړ نو د خداے پاک دنده ده چې هغه (خاموشه) کس د هم هغه ظالم کس په سزا (دجهنم په ا ور) سره محکوم کړي.))
هغه حضرت بيا د بني اميه ؤ حکومت د طغيانګر او سرکشه حکومت يوه نمونه معرفي کوي او د دغو ټولو فسادونو او مفسدانو چې د خداے د ګران رسول (ص) دين يې بدل کړے دے په خلاف پاڅون په ځان باندې فرض بولي.
امام د خپل دريځ له اعلانولو وروسته د زرګونو کوفيانو بلنې ته په پام سره عراق ته روانيږي چې د کوفې د خلقو په ملاتړ سره د يزيد په مقابل کښې اودريږي. خو کوفيانو خپله وعده وفا نۀ کړه او له هغوي څخه زيات خلق مال او مقام ته د رسېدو لپاره د عمر بن سعد له لښکر سره يوځاے شول او له امام حسېن (ع) سره مقابلې ته راپاڅېدل. د عاشورا واقعه يوه ترټولو ترخه تاريخي واقعه ده چې د بيعت کوونکو د بيعت ماتوونې په وجه رامنځته شوه.
البته امام حسېن (ع) له خپل پلار حضرت علي (ع) او ورور امام حسن (ع) سره په بيعت ماتونه کښې د کوفيانو له مخينې څخه خبر ؤ او دا احتمال به يې ورکوۀ چې هغوي به هغه هم پرېږدی. هغه حضرت به له مدينې منورې څخه د کربلا په لور د خپل کاروان د سفر په دوران کښې خپلو ملګرو ته بيا بيا فرمايل چې دا زما د شهادت سفر دے. د کوفيانو په باره کښې د امام (ع) ګمان صحيح ؤ او د حبيب ابن مظاهر او مسلم بن عوسجه په شان له څو تنو پرته حتی د کوفې مشرانو او نامتو کسانو له امام حسېن (ع) سره له مرستې څخه ډډه وکړه.
د کربلا په صحرا کښې د امام حسېن (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو له مظلومانه شهادته او له هغو غمجنو پېښو وروسته چې د هغه حضرت په کورنۍ باندې تېرې شوې يو شمېر مسلمانان راويښ شول او د خداے دګران رسول (ص) د قدرمن نمسي په يوازې پرېښودو باندې پښېمانه شول. دغه پښېماني هغه وخت پراخه او زياته شوه چې کله د امام زېن العابدين (ع) او حضرت بي بي زېنب (س) د تبليغي غورځنګ له لارې د امام حسېن (ع) د غورځنګ پېغام مسلمانانو ته ورسېد او د اسلامي ټولنې په مړ کالبد کښې يې د بېدارۍ، پتيالۍ، له ظلم سره د مقابلې او مقاومت روح وپوکۀ.
د عراق په تېره بيا د کوفې خلقو چې د کربلا د پاڅون په وخت يې د خاموشۍ او هيلې سياست په مخکې نيولې ؤ او تقدير ته يې غاړه اېښودې وه او د امام حسېن (ع) په مرسته کولو کښې يې سستي کړې وه له دغې غميزې وروسته توبې ته مخه کړه. کوفيانو چې ځانونه يې له نورو نه زيات د ملامتيا مستحق ګڼل د سختې ګناه او شرمندګۍ احساس کوۀ. . مُسَيَّب بن نَجَبه د کوفې خلقو او ځينو مشرانو په يوه غونډه کښې داسې وويل: ((مونږ په هغه امتحان کښې چې خداے د پېغمبر اکرم (ص) د کورنۍ په حقله له مونږه واخېست مونږ پکې دروغجن ثابت شوو او په امتحان کښې مو ماتې وخوړه مونږ د امام په حقله له خپلو سرونو تېر نۀ شوو هغه زمونږ په خوا کښې شهيد کړې شو خو مونږ نۀ په خپلو لاسو، نۀ په ژبو، نۀ په مالونو او نۀ په کورنيو سره د هغۀ مرسته وکړه. نو اوس مونږ د خداے او د هغۀد ګران پېغمبر (ص) په درګاه کښې څه عذر لروو؟))
بيا يې دوام ورکړ: ((نه، په خداے مې دې قسم وي چې اوس بې له دې نه هيڅ چاره نۀ لروو چې د هغه حضرت او د هغۀ د ملګرو قاتلانو ته سزا ورکړوو او يا په دې لاره کښې ووژل شوو، کېدې شي چې په دې کار سره رانه خداے پاک راضي شي.))
په دغه غونډه کښې ځينو نورو هم د خپلې پښېمانۍ په اړه وېناګانې وکړې. له هغوي وروسته د کوفې يو مشر سلېمان ابن صُرَد خزاعي د پېغمبراکرم (ص) او امام علي (ع) له اصحابو څخه ؤ وويل: ((مونږ د پېغمبراکرم (ص) د کورنۍ د رارسېدو په انتظار کښې وو. له هغوي سره مو د مرستې وعده کړې وه او هغوي مو عراق ته د راتلو لپاره وهڅول خو چې کله هغوي زمونږ لوري ته راغلل نو سستي مو وکړه او له ناتوانۍ مو کار واخېست او (د پېښو رامنځته کېدو ته) په انتظار کښې کښېناستېدوو،ان تردې چې د خداے دګران پېغمبر (ص) نمسے او د هغه حضرت د تن ټوټه زمونږ ترمېنځ قتل شو.هرڅومره يې چې د مرستې لپاره فريادونه وکړل مرستې ته يې ورنرغلو، فاسقانو په هغۀ باندې د تورو او نېزو ګوزارونه وکړل، د هغۀ د قتل بنا يې وکړه او ورباندې يې يرغل وکړ خو مونږ څه کار ونۀ کړ.))
بيا يې زياته کړه: (( پاڅئ او قيام وکړئ ځکه چې خداے درته په قهر شوے دے،خپلو ښځو او بچو ته مۀ ستنېږئ تر هغه وخته چې خداے پاک درنه راضي شي. په خداے مې دې قسم وي ګمان نۀ کوم چې خداے پاک درنه راضي شي مګر دا چې د هغه حضرت له قاتلانو سره وجنګېږئ او بدله ترې واخلئ.))
په دا ډول په دغه غونډه کښې د امام حسېن (ع) د قاتلانو په خلاف د پاڅون مقدمات رامنځته شول. ټولو وغوښتل چې سلېمان بن صُرَد خُزاعی دې د دغه پاڅون مشري په غاړه واخلي. هغوي غوښتل چې د خپلې سترې خطا د تلافۍ لپاره د دې پاڅون سره به له امام حسېن بن علي (ع) سره د مرستې نۀ کولو د شرم داغ له خپلې لمنې څخه پاک کړې شي.
دغه پاڅون د توابينو يعنې د توبه کوونکو پاڅون وبللے شو. سلېمان د غورځنګ د مشر په توګه د غړيتوب لپاره ډېر سخت او کلک معيارونه وټاکل او د غورځنګ سياسي او فوځي او د مالي اډاڼې لارې چارې يې برابرې کړې. له دې وروسته د توابينو مشرانو يوه عمومي البته پټه لام بندي شروع کړه او زيات خلق يې د توابينود پاڅون لپاره چمتو کړل.
هغوي له 61 نه تر 64 هجري قمري کلونو پورې موده کښې په وسله جمع کولو او غړي جوړولو کښې مشغول وو. کله چې په 64 ه .ق کال کښې د يزيد د مرګ خبر کوفې ته ورسېد نو د کوفې خلقو شورش وکړ او د کوفې واکمن يې له ماڼۍ څخه بهر کړ او له عبدا... بن زبېر سره يې چې په حجاز کښې يې د خلافت دعوا لرله بيعت وکړ. له دې امله چې زبېريان د بني اميه ؤ دښمنان وو په توابينو باندې دباو کم شو او هغوي ښۀ په اسانۍ سره لا زيات غړي بهرتي کړې شول.
يو شمېر توابين له شيعه ؤ څخه د مالونو او هديو په راغونډولو وګمارلې شول چې وسلې او جنګي سازوسامان برابر کړي
. سلېمان بن صرد بصرې او مدائن ښارونو ته ليکونه ولېږل او د دغو ښارونو خلق يې د توابينو په پاڅون کښې د شاملېدو او د سيدالشهداء (ع) د بدلې د اخېستو لپاره راوبلل او هغوي يې هم هرکلے وکړ.
بالاخره د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام شپاړس زره مينه والو د توابينو په لېسټ کښې نومونه وليکل. وټاکلې شوه چې د يزيد له مرګه يو کال وروسته يعنې د 65 ه .ق کال د ربيع الثاني يا دويمې خور شروع به د غورځنګ د پېلېدو نېټه وي.
د توابينو يو مشر سلېمان ته وړانديز وکړ: ((اوس چې مونږ د امام حسېن (ع) د وينې د بدلې اخېستو په لټه کښې يوو او د عمر بن سعد په شمول د امام ټول قاتلان په کوفه کښې دي نو ايا ښه به نۀوي چې دغه ټول ختم کړوو؟))
د سلېمان نورو ملګرو هم دغه راې تائيد کړه او وې ويل: ((که مونږ شام ته لاړ شوو نو هلته به يوازې د هغه وخت د کوفې واکمن عبېدا... بن زياد مو لاسو ته راشي په داسې حال کښې چې زمونږ د خوښې زياتره کسان او د امام حسېن (ع) قاتلان په کوفه کښې دي.))
سلېمان له هغوي سره مخالفت وکړ او وې ويل: ((له کوفيانو سره جنګ له خپلو خپلوانو او د قوم خلقو سره جنګ دے په داسې حال کښې چې اصلي قاتل ابن زياد دے.))
شايد د سلېمان د همدغو نظرياتو وجه وه چې د کوفې يو نامتو مشر مختار ثقفي چې هغه هم د امام حسېن (ع) د قصاص اخېستو په لټه کښې ؤ له هغۀ سره ملګرے نۀ شو. مختار چې په سياست او جنګ کښې زيات مشهور ؤ باوري ؤ چې سلېمان بن صرد د پاڅون د مشرۍ او قوماندانۍ لپاره کافي فوځي او سياسي صلاحيت نۀ لري. مختار که څه هم د سلېمان په اخلاص باندې اعتراف لرۀ خو توابينو ته به يې ويل چې سلېمان يوازې دا غواړي چې پاڅون وکړي هم ځان وژلو ته ورکړي او هم تاسو او کافي جنګي پوهه او بصيرت نۀ لري.))
که څه هم توابينو له مختار نه زيات اعتماد په سلېمان باندې لرۀ خو د مختار خبرو پرې اثر وکړ. له توابينو څخه تقريباً دوه زره تنه له مختار سره ملګري شول او په باقي کسانو کښې هم سستي رامنځته شوه، په دا ډول چې له هغو شپاړس زرو کسانو څخه چې د توابينو په لېسټ کښې يې نومونه ليکلي وو يوازې څلور زره تنه په ټاکلې شوې ورځ د توابينو د راغونډېدو په ځاے نُخَېله سيمه کښې حاضر شول او په دغه ځاے کښې د توابينو تر درې ورځو پورې د ايسارېدو باوجود يوازې زر تنه نور پکښې زيات شول له مدائن او بصرې څخه هم يوازې پينځۀ سوه تنو په پاڅون کښې ګډون وکړ.
ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکي مطلب کښې به د توابينو د پاڅون او د هغۀ د اجتماعي، سياسي او کلتوري اړخونو په اړه څېړنه وکړوو تر هغه وخته روغ جوړ او بريالي اوسئ.
---------------------------------

Add new comment