ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ

د ایران داټومي انرژۍ موسسې دنړیوالو چارو مرستیال داټومي انرژۍ دنړیوال اژانس له عمومي منشي یوکیاامانو سره له کتنې وروسته وویل هماغه ډول چې اټکل یې کیده دغه کتنه مثبته وه او دواړو لورو په دغه کتنې کښې دملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ .
دایران داټومي انرژۍ  موسسې دنړیوالو چارو مرستیال بهروز کمالوندي پرون په ویانا کښې زمونږ خبریال ته وویل داټومي انرژۍ دنړیوال اژانس له عمومي منشي یوکیا امانو سره په پرونۍ کتنې کښې وټاکل شوه اټومي خبرې معلومې نتیجې ته  ورسیږي چې په نهایت کښې یوه(۱) ګډ اومعلوم مقصد ته ورسیږو.
دایران داټومي انرژۍ موسسې دنړیوالو چارو مرستیال دې خبرې ته په اشارې سره چې دایران ټول اټومي فعالیتونه صلح ایز دي او دپټ  ساتلو هیڅ شی نشته وویل په ځلونو ویل شوي دي چې دایران اسلامي جمهوریت چمتو دی په مختلفو اړخونو کښې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ملګرتیا وکړي او همدا اوس دایران ملګرتیا  دسیف ګارډ له ژمنو وراخوا ده له دې کبله هیله کیږي داټومي اژانس چارواکي هم دغه موضوع ته توجه وکړي او ددغو ملګرتیاو نتیجې اعلان کړي .
هغه وویل دایران اسلامي جمهوریت ګروهنه لري خبرې چټکې شي او زر نتیجې ته ورسیږي ځکه چې دایران ټول اټومي فعالیتونه صلح ایز دي .

Add new comment