القاعدې په هند بنګلادیش او میانمار کې خپله نوې ډله معرفي کړه

د القاعدې ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیويي پيغام کې اعلان وکړ چې د قیادت الجهاد په نوم ېې خپل نوی محاذ په دسویلي آسیا په هیوادونو کې فعال کړی دی.
د هغه په وینا دا ډله به د پاکستان او افغانستان په څير انفجاري او ځان وژونکې حملې وکړي.
د دې خبر له خپریدا سره جوخت د هند د داخلي امنیت سازمان په یو شمیر ولایتونو او سیمو کې امنیتي خبرداري اعلان کړل
 د بوسنیا چارواکي هم وايي پرون ېې په دې هیواد کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي او لږ تر لږه ۱۱۵ تنه چې له تکفیري ډلو سره ېې تړاو درلود نیول شوي دي.

Add new comment