په عراق کې تاوتریخوالی دوام لري

د عراق په صلاح الدین ولایت کې د ۲۴ تنو جسدونه وموندل شول
ویل شوي دا هغه ډریوران ؤ چې پنځه میاشتې وړاندې د داعش له خوا نیول شوي ؤ .
همداراز د لبنان المیادین تلویزوني چینل وايي د ابو بکر بغدادي مرستیال ابو هاجر السوري په موصل کې وژل شوی دی.
دا چینل وايي په آمرلي ښار کې د فوځ پرمختګ دوام لري.
له بلې خوا سومیریه نیوز هغه آوازه رد کړه چې ګني نوري المالکي به د حیدر العبدي لومړی مرستیال وي.

Add new comment