حزب اسلامي له داعش سره نه دی یو ځای شوی

د اکسپیرس تریبیون د راپور له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامي له داعش ډلې سره د دې ګوند د غړیو یو ځای کیدل رد کړل.
تر دې وړاندې بې بې سي شبکې راپور ورکړی ؤ چې د حزب اسلامي یوه قوماندان میرویس ویلي ؤ حزب اسلامي له داعش سره په ارتباط کې دی او ډير زر به دا ګوند له داعش سره خپل پیوستون اعلان کړي .
د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامي رسمي ویاند هارون زرغون وايي د حزب اسلامي هیڅ کوم رسمي غړی له داعش سره ارتباط نه لري او نه دا ګوند غواړي له داعش سره یو ځای شي.
حزب اسلامي وايي داعش په عراق او نورو اسلامي هیوادونو کې د امریکا د ظلمونو او غلطو سیاستونو په پایله کې را منځته شوی دی .

Add new comment