دامریکا سیاست د ایران پرضد دبندیزونو پیچلي کول دي

دامریکا خزانې و زارت  د توغندوي او اټومي بایکاټونو د خلاف ورزۍ په پلمه دایران  په یو شمیر  شرکتونو او مالي موسیسو نوي بایکاټونه و لګول .
دهغه بیانیې پراساس چې دامریکا خزانې وزارت په دې باره کښې خپاره کړي دي دایران دتیلو د وړونکو کشیو  د څو شرکتونو په شمول په شلو(۲۰) مالي موسیسو او شرکتونو  سربیره اته (۸) شخصیتونه دامریکا دنویو بندیزونو په فهرست کښې شامل کړې شوي دي او دامریکا په  بازارونو کښې فعال شرکتونه له دغو موسیسو او کسانو سره دهرډول تړون له لاسلیک کولو منع شوي .
دایران په شرکتونو او موسیسو سربیره چې نومونه یې دامریکا دبایکاټونو په  نوي فهرست کښې لیکل شوي دي د ترکیې ، متحده عربي اماراتو، ایټالیا او دتايي لینډ د شرکتونو نومونه هم لیدل کیږي چې له ایران سره په ملګرتیا تورن دي  .
له دغو بندیزونو سره په یووخت دامریکا خارجه وزارت پرون دیوې بیانیې په خپرولو سره  دایران پرضد دنویو بندیزونو لګولو ته په اشارې سره  ادعا وکړه چې دغه بایکاټونه له اټومي پروګرام  سره په ارتباط کښې او دپخوانیو بندیزونو په چوکاټ کښې دي .
دامریکا دخارجه وزارت په بیانیې کښې راغلي دي دامریکا حکومت ایران ته د اړونده اختیاراتو پراساس دځینو شرکتونو او کسانو پرضد چې دامریکا له نظره په منع شویو فعالیتونو کښې يې ګډون درلود یو شمیر بندیزونه لګولي دي .
دامریکا د ملي امنیت شورا ویندوی کایټلین هایډن هم ادعا وکړه دغه بندیزونه دګډ اقدام له پروګرام سره سم دامریکا دژمنو په چوکاټ کښې دي .
ایران او پینځه جمع یوې ډلې د تیر میلادي کال  په نوامبر میاشت کښې لومړنۍ موافقه وکړه چې پراساس یې ایران د لویدیځو هیوادونو د بندییزونو دکمولو په بدل کښې په خپله خوښه   داټومي فعالیتونو یوه برخه وځنډوله .
ایران او پینځه جمه یوې ډلې د جولاۍ دمیاشتې په ۲۰ نیټه اټومي خبرې اترې څلور(۴) میاشتې نورې یعني  د نوامبر دمیاشتې تر څلورویشتمې(۲۴) پورې تمدید کړې .
اوس ټاکل شوي ده چې دایران  او پینځه جمع یوې ډلې دخبرواترو راتلونکی پړاو دملګروملتونو د عمومي ټولنې د کلنۍ غونډې له ترسره کیدا مخکې په نیویارک کښې وشي خو دامریکا  نویو بندیزونو وښودله چې له ځان څخه په جوړو کړې شویو توجیهاتو سره دامریکا کارړنګونې هماغه راز دوام لري او دغه بهیر دخبرو بهیر او نهايي موافقې ته تاوان رسولی شي .
په حقیقت کښې دامریکا دچارواکو په سیاسي ادبیاتو کښې کومه نوي خبره نه لیدل کیږي او دغه اقدام هم دامریکا دپخوانیو ستراتژیو دوام دی چې دخبرواترو دبهیر دپیچلي کیدا سبب شوی دی .
امریکا په خپل ګمان دایران  له توغندوي توان  څخه رانیولي تر ترهګرۍ پورې د ادعا وړ مسایلو حوزې ته د ورننوتلو دمفهوم په شان د ټولو شیانو په باره کښې د خبرواترو کولو کوشش کوي  خو هماغه ډول چې داسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن دشهید رجايي د فیسټیوال د پاې په دستورو کښې ډاګینه کړه بایکاټ ظلم او تیری دی او مونږ باید ددغه تیري په مقابل کښې ودریږو او تیریګر په خپل ځاې کینوو او اجازه  ورنکړو چې  دایران په ملت دغه بندیزونه پاتې شي او تکرار  شي .
دامریکا نوي بندیزونه په دغه ټکي ټینګار دی چې امریکا دایران داټومي موضوع په وړاندې بیلابیل پارامیټرونه تعقیبوي او  څرنګه چې په اټومي خبرو کښې مثبتې ځانګړنې لیدل کیږي خو د ایران له نظره خبرې په پریکنده توګه   په هره بیه د موافقې په معنا نه دي  .
په حقیقت کښې امریکا د لومړنۍ اټومي موافقې د چوکاټ د مادو پرخلاف کوشش کوي د غیر مرتبطو موضوګانو په شاملولو سره له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو په فضا کښې نورو حوزو ته  اټومي خبرې اترې وغزوي خو دایران ملت چې په تیرو کلونو کښې یې په بایکاټ سره ژوند کړی دی اوس هم په پریکنده توګه دامریکا له بندیزونو   نه   ډاریږي .

Add new comment