د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها زوکړه
د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذیقعدې یا میانې د میاشتې په اوله نیټه د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په اهل بیتو علیهم السلام کښې د حضرت امام موسی بن جعفر(ع) ګرانه لور حضرت فاطمه معصومه(س) وزیږیدله.
بي بي فاطمه معصومه(س) یوه ویناواله میرمنه، تکړه او توانمنه معلمه او د زهد او تقوا بیلګه وه. هغه د خپل ورور حضرت امام رضا علیه السلام د لیدو لپاره د ایران په شمال ختیځ کښې خراسان سیمې ته د تګ په وخت ناجوړه شوه او اولس ورځې په قم ښار کښې له پاتې کیدو وروسته په ۲۰۱ قمري کال کښې وفات شوه. په قم ښار کښې د حضرت معصومې بي بي پرتمینه روضه د خلکو د مختلفو پرګنو زیارت دی او د اسلامي نړۍ یوه ترټولو ستره دیني او علمي حوزه د هغې د حرم په خوا کښې جوړه شوې ده، یوه داسې حوزه او دیني مدرسه چې په اوسنۍ نړۍ کښې د اسلام د اصیلو تعلیماتو د خپرولو مرکز ګڼل کیږي او د علمي او دیني اهدافو د پرمخ بیولو نه علاوه د ظلم په وړاندې د مقاومت، پایدارۍ او دریدنې سیبمول ګڼل کیږي.
د حضرت معصومې بي بي زیارت کونکي د هغې له بارګاه څخه نور او صفا او د هغې له مکتبه د فضیلت، پاکلمنۍ او د خدای په لاره کښې د هڅې او هاند درس زده کوي.
Add new comment