د بي بي معصومې(س) د زوکړې کلیزه دې پرټولو مبارکه وي
د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت امام رضا علیه السلام د قدرمنې خور حضرت فاطمه معصومه(س) د زوکړې د کلیزې جشن نمانځي.
نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۴۳۵ هجري قمري کال د ذي قعدې یا میانې د میاشتې وړومبۍ نیټه ده چې حضرت موسی بن جعفر علیه السلام د ګرانې لور بي بي فاطمه معصومې(س) د زوکړې کلیزه ده.
دغه پاکه بي بي د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذي القعدې د میاشتې په اوله نیټه په مدینه منوره کښې وزیږیدله او ډیر فضیلتونه یې لرل.
د عصمت او طهارت د اهل بیتو علیهم السلام په کریمې مشهورې حضرت فاطمه معصومې(س) د میلاد په شپه بیګا د ایران په قم سپیڅلي ښار کښې د هغې په پاک حرم کښې جشن او خوشالۍ ترسره شوې.
مونږ د تهران راډیو چلونکي د نړۍ ټولو مسلمانانو او د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د کورنۍ مینه والو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته په دې مناسبت مبارکي وایو.
Add new comment