د داعش ترهګرې ډلې پرضد په نړیوالې اجماع ټینګار
داعش د ترهګرې ډلې د خوځښتونو زیاتیدا چې په رعب او ویرې رامینځته کولو سره دنړیوالې او سیمه ایزې بې ثباتۍ د رامینځته کولو کوشش کوي نړیوال غبرګونونه ځان پسې لرلي دي .
په دې زمینه کښې دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون دداعش په وړاندې د نړیوالې ټولنې په اتحاد دټینګار په ترڅ کښې دعراق دشمال حالت کړکیچن او اندیښمونکی وباله .
دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون له سي این این ټیلي ویژن سره په مرکه کښې د عراق دشمال ډیر کړکیچن حالت او دداعش دترهګرې ډلې اقداماتو ته په اشارې سره وویل نړیواله ټولنه باید په حقیقي ډول متحده شي او ټول ضروري اقدامات ترسره کړي .
همدا ا وس د عراق په شمال کښې په میلیونونو خلک کډوال شوي دي .
بان کي مون وویل ملګري ملتونه په یوازې ځان نشي کولای نړیواله ترهګرۍ او سرزوري ختمه کړي .
دملګروملتونو سرمنشي وویل دسوريې دکړکیچ دوام سبب شوی دی چې ټولې ترهګرې او سرزوري ډلې ځانونه تثبیت کړي چې دغه مسله اندیښمونکي ده .
د ملګروملتونو دسرمنشي بان کي مون دغه دریځ په داسې حال کښې دی چې د ملګروملتونو دبشري حقوقو لوړې کمشنرۍ هم په عراق کښې د داعش د ترهګرو پراخ جنایتونه وغندل .
د ملګروملتونو دبشري حقوقو سترې کمشنرې میرمن ناوي پیلای د خلکو پرضد د توکمیزو او جنسي جنایتونو ترسره کول او د انسانانو په غلام جوړولو او وژلو کښې د داعش دترهګرو جنایتونه وغندل .
هغې په یوې بیانیې کښې دعراق د شاهدانو او پاتې کسانو خبرو ته په اشارې سره وویل دروان میلادي کال دجون دمیاشتې په ۱۰ نیټه دداعش ډلې ترهګرو کابو ۶۷۰ بندیان د عراق دموصل ښار له زندان څخه په ټرکونو کښې یوه لیرې ځای ته منتقل کړل او بیا يې ووژل .
دملګروملتونو لوړې کمشنرې میرمن ناوي پیلای په دغه بیانیې کښې چې په جینیوا کښې خپره شوه وویل دملکي خلکو پرضد داډول قصدي او منظمه وژله چې په ډیرې سړې سینې او دخلکو د فرقې یا مذهبي پراساس دهغوې د سرونو دغوڅولو او دبدن دغړیو دټوټې ټوټې کولو پراساس ترسره کیږي دبشریت پرضد جنایت او جنګي جنایت ګڼل کیږي .
له داعش ترهګرې ډلې سره دمقابلې پرضرورت له نړیوالو ټینګارونو سره په یووخت خبرونه دداعش دترهګرې ډلې له سیمه ایزو ګواښونو سره په مقابله کښې د ایران داسلامي جمهوریت له رول څخه د عراق د شخصیتونو د قدرونې د د وام ښودنه کوي .
په دې چوکاټ کښې د عراق ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني له داعش ترهګرې ډلې سره په مقابلې کښې دعراق په څنګ کښې د ایران داسلامي جمهوریت مقاومت وستایه .په ایران کښې د عراق سفیر محمد مجید الشیخ ټینګار وکړ دعراق ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني له تکفیري عناصرو سره په مبارزې کښې له عراق څخه د ملاتړ په خاطر دایران داسلامي جمهوریت قدرونه کړي ده .
محمد مجید الشیخ چې دعراق نجف ته د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف دسفر او له ایت الله سیستاني سره دکتنې په وخت هلته موجود وو جوته کړه دایران خارجه وزیر په دغه کتنې کښې ټینګار وکړ چې دایران اسلامي جمهوریت له داعش تکفیري عناصرو او نورو ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې دعراق ملاتړ کوي .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تیرې دوشنبې ورځ دعراق نجف اشرف ته ورغی او له ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني سره یې کتنه وکړه او د عراق او دسیمې دبدلونونو په باره کښې يې ورسره خبرې وکړې .
دایران خارجه وزیر ظریف هم دعراق له یو شمیر سني سیاسي فعالانو، او دسیاسي ګوندونو له یو شمیر مشرانو او پخواني لومړي وزیر ابراهیم جعفري سره په کتنې کښې ترهګرۍ نړیوال خطر وباله او زیاته یې کړه نن سبا دشمالي امریکا او د لویدیځې اروپا په شمول ددنیا دمختلفو هیوادونو یو شمیر کسان په سوريې او عراق کښې د ملکي خلکو پرضد جنایتونه کوي چې ددغه حقیقت ښودنه کوي چې سرزوي سرحد نه پیژندي او یوه هیواد ته محدود خطر نه دی .
دایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې ټرور او سرزوري دین او مذهب نلري وویل د تاوتریخجنو اقداماتو قربانیان یوازې په یوه قوم پورې محدود نه دي او هغه کسان چې نن سبا په عراق او سوریې کښې د داعش د اسلام ضد ډلې لخوا له خپلو کورونو ایستل شوي او یا حیاتي سرچینو ته د لاسرس امکان نلري دیوه قوم او یا یوې فرقې غړي نه دي .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل په دې دلیل دایران اسلامي جمهوریت له لومړیو څخه د عراق او سوريې دخلکو په څنګ کښې له داعش بشر ضد ډلې سره مقابله کړي ده او دې خبرې ته یې پام نه دی کړی چې ددغو ترهګرو اقداماتو قربانیان څوک دي .
Add new comment