ایران،د دغه هیواد په هوايي حریم د صهیونست رژیم د بې پیلوټه الوتکې تیری وغانده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویندویي میرمن مرضیه افخم ،د ایران په فضا کښې د صهیونست غاصب رژیم د جاسوسي بې پیلوټه الوتکې  د نسکوریدو په اړه وویل، د اسرائیلو دغه له دښمنۍ ډک اقدام، د ایران د واکمنۍ  او ځمکنۍ بشپړتیا  خلاف ورزي بلل کیږي.
 هغې وویل، اسلامي ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ په وړاندې مناسب اقدام او د څیړنو پر اساس دنړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې د موضوع تعقیبول خپل حق بولي.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک یا  سپاه پاسداران انقلاب  اسلامي  پرون  په یوه بیانیه کښې وویل،د صهیونست رژیم  یوه بې پیلوټه الوتکه، د دغو ځواکونو د  د دفع لخوا ویشتل شوي او ه نسکوره کړاي شوي ده .
په دغه بیانیه کښې ویل شوي ؤ ،د اسرائیلو دغه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه،له راډاره پټېدونکې وه  او نیت یې درلوده،چې د ایران  په مرکز نطنز اټومي تاسیساتو کښې نفوذ وکړي ،خو د  اسلامي انقلاب  د ساتندویه ځواک د دفع  هوا  په هوښیارۍ او اقدام سره  وپیژندل او سیمې ته له ننوتلو مخکې، وویشتل او نسکوره کړاي شوه.

Add new comment