فواد معصوم د مصعب بن عمیر د جومات په پيښه غبرګون وښود

د عراقي رسنیو د راپور له مخې د عراق ولس مشر فواد معصوم نن په دیاله ولایت کې د سنیانو په یوه جومات د ترهګرو د برید په اړه ټولو عراقیانو ته ډاډ ورکړ چې د دې پيښې عاملان به خپله جزا ویني
هغه عراقیانو ته وویل آرام واوسي او په فتنه کې ښکیل نه شي.
دا پيښه د عراق ګڼو شخصیتونو او ګوندونو هم غندلې .
 د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دې پيښې په کلکه له غندلو سره په څنګ کې هغه خبرونه هم رد کړل چې ګواکي په عراق کې ایراني فوځيان هم شته.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن افخم وویل هیڅ کوم ایرانی فوځي د عراق په خاوره کې نه شته
د جمعې په ورځ د دیالې ولایت د زرکوش په کلي کې د معصب بن عمیر په جومات ناپيژاندو وسله والو حمله وکړه چې په ترځ کې ېې ۷۳ تنه قتل عام شول
 همداراز د دې هیواد په اړه نور خبرونه وايي نن د عراق د کورنیو چارو وزارت ته څيرمه په یوه موټر بم حمله کې ۱۱ تنه چې ۶ ېې ملکیان دي ووژل او ۲۴ نور ټپیان شول

Add new comment