د حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د شهادت کلیزه

نن د شوال د میاشتې ۲۵مه نیټه کیږي د شیعه یانو د شپږم امام او د شیعه مکتب د ریس امام جعفر صادق ع د شهادت له کلیزې سره برابره ده .
۱۲۸۷ کاله وړاندې د ۱۴۸ ه ق کال د شوال په ۲۵مه نیټه د رسول اکرم ص له اهل بیتو حضرت امام جعفر صادق ع د منصور دوانیقي عباسي حاکم په لاس په شهادت ورسید .
د یوه روایت په اساس امام جعفر صادق ع په ۸۳ ق کال کې په مدینه منوره کې نړۍ ته سترګې رنې کړې او د خپل پلار امام محمد باقر ع او درنې هوښیارې او با ایمانه مور په وړاندې تربیه شو .
هغه حضرت په ۳۱ کلنۍ کې د خپل پلار امام محمد باقر ع له شهادت وروسته د مسلمانانو د امامت او هدایت مسئول شو .
د امام جعفر صادق ع د ژوند پړاو د پنځو اموي او دوو عباسي حاکمانو له پړاو سره مصادف ؤ او د قدرت پر سر د اموي او عباسي واکمنو تر منځ د جګړو د دوام له امله د پيغمبر ص پر اهل بیتو فشار کم ؤ .
همدا موضوع د دې سبب شوه چې امام جعفر صادق ع ته د اسلامي علومود پراختیا او د شاګردانو د روزلو ښه زمینه برابره شي.
هغوی په طب کیمیا جبر نجوم او نورو علومو کې زرګونه شاګردان تربیه کړل په داسې ډول چې د وخت مشهور کیمیاپوه جابر ابن حیان د هغه حضرت شاګرد پاتې شوی .
بلآخره عباسي ظالم واکمن منصور دوانیقي چې د امام صادق ع د فوق العاده نفوذ تحمل ېې نه درلود، هغه حضرت په ۶۵ کلنۍ کې مسموم کړ او په شهادت ورساوه ، د امام جعفر صادق ع مطهر جسد په مدینه منوره کې په بقیع هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .
د اسلامي ایران د صدا او سیما څانګه د شیعه یانو د شپږم امام او د شیعه مکتب د مؤسس د شهادت  کلیزې له امله د اهل بیت د عصمت او طهارت ټولو مینه والو ته تسلیت وايي .

Add new comment