دایران دنوي جغرافیا دپلار وفات

ګنجي دایران او دنړۍ یوه علمي څيره او ددغه ټاټوبي یو ستر شخصیت او بچی وو
هغه دایران دټولو سترو او نامتو ساینس پوهانو او متفکرانو په شان په ډیرې خاکسارې سره خپل علم او پوهه دایران کلتوري او علمي ټولنې ته وړاندې کړه .
()
تیره اونۍ دایران علمي ټولنې ددغه هیواد دنوي جغرافیې دپلار پروفیسر محمد حسن ګنجي ویر وکړ .
په همدې مناسبت مو یو ځانګړی پروګرام برابر کړی دی چې تاسو ته یې د اوریدو بلنه درکوو .
لنډه مناسبه موسیقۍ .
پروفیسر محمد حسن ګنجي د۱۲۹۱ هجري لمریز کال دزمري دمیاشتې په ۲۱ نیټه یعني د۱۹۱۲ میلادي کال دجون دمیاشتې په ۱۱ نیټه دایران په شمال ختیځ کښې په بیرجند کښې وزیږید .
هغه په دغه ښار کښې له لومړنیو زده کړو وروسته دتهران ستر دارالمعلمین ته ورغی او دتاریخ او جغرافیې په څانګو کښې یې دفوق لیسانس (M.A) مدرک ترلاسه کړ .
پروفیسر محمد حسن ګنجي ورپسې دغوره محصیل په توګه اروپا ته لاړه او دانګلستان په مانچسټر (MANCHESTER)کښې یې زده کړې ته دوام ورکړ تر دې چې په ۱۳۱۷ هجري لمریز کال یعني په ۱۹۳۸ میلادي کال کښې یې دجغرافیې په څانګه کښې خپل تخصصي فوق لیسانس(M.A) ترلاسه کړ .
پروفیسر محمد حسن ګنجي دغه راز په ۱۳۳۱ هجري لمریز کال کښې دزده کړې له بورس(BOURSE) یا سکالرشیپ (SCHOLARSHIP) څخه په استفادې سره امریکا ته لاړه او دامریکا له کلارک پوهنتون څخه یې دجغرافیې په څانګه کښې ددکترا یا پي ایچ ډي (Phd)سند ترلاسه کړ .
دایران دغه نامتو جغرافیه پوه هیواد ته له راستنیدا وروسته په تهران پوهتونو کښې په تدریس بوخت شو او دپروفیسرۍ په درجې سره په ۱۳۵۸ هجري لمریز کا ل یعني په ۱۹۷۹ میلادي کال کښې متقاعد شو خو بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکړ .
له پروفیسر محمد حسن ګنجي څخه په فارسۍ ژبه دولس (12)، په انګریزۍ ژبه څوارلس (۱۴)او دجغرافیه او هواپیژندنې په برخه کښې څه دپاسه سل (۱۰۰)کتابونه پرځاې پاتې دي .
هغه لومړنی استاد دی چې نوي جغرافیه یې دایران دپوهنتونو پروګرامونو ته ورګډه کړه .
()
پروفیسر ګنجي په دوه زرم (۲۰۰۰)میلادي کال کښې په جنوبي کوریا کښې دجغرافیه دنړیوالې اتحادیې په نهویشتمې (۲۹) غونډې کښې دنړۍ په پینځلسو (۱۵) جغرافیه پیژندونکو کښې دیوه (۱) نامتو جغرافیه پوه په توګه وپيژندل شو او دنړۍ دهواپیژندنې موسسې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې هغه ته علمي جایزه یا انعام ورکړ .
پروفیسر محمد حسن ګنجي دجغرافیې دډلې په مدیریت سربیره دتهران پوهنتونو دمشر مرستیال هم وو او دغه راز دانساني علمونو او د ادیبانو دپوهنځي مشرۍ یې هم پرغاړه لرله .
پروفیسر ډاکټر محمد حسن ګنجي په تهران پوهنتون کښې دخپل فعالیت په څنګ کښې له ۱۳۳۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۴۷ کال پورې دایران دهواپیژندنې د ادارې مشرۍ هم پرغاړه لرله .
هغه دنړۍ دهواپیژندنې په موسسې کښې دایران دحکو مت په ثابت استازي سربیره تر پینځو (۵) کلونو پورې داسیا سیمې دهواپیژندنې مشر هم وو او دغه راز دنوموړي مو سسې داجرايي کمیټۍ غړی هم وو.
پروفیسر محمد حسن ګنجي په تهران پوهنتون کښې په مختلفو څوکیو دنده ترسره کړي وه تر دې چې له ۱۳۵۳ میلادي کال څخه یعني له ۱۹۷۴ میلادي راهسې دانساني علمونو او ادبیاتو دپوهنځي مشرۍ یې هم پرغاړه واخیستله او دپوهنتون داوه دیرش (۳۷) کلنې دندې تر پاې پورې یې په دغه مقام کار ته دوام ورکړ .
لنډه مناسبه موسیقۍ .
()
پروفیسر ګنجي د۱۳۵۴ هجري لمریز کال په سلواغې میاشت کښې متقاعدشو خو خپلو تحقیقاتي فعالیتونو او دکتابونو لیکلو ته یې دوام ورکړ .
هغه له ۱۳۶۸ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۷۲ هجر ي لمریز کال پورې دایران دوسله والو ځواکونو دجغرافیې دموسسې دمشر مرستیال وو او له ۱۳۷۳ هجري لمریز کال راهسې یې دایران دشهید بهشتي پوهنتون دځمکې دعلمونو دپوهنځي دسلاکار په مقام ټاکل کیدا سره یې دپروګرامونو په طراحې او اجرا کښې ګډون درلود .
دایران دغه اروارښاد جغرافیه پوه په حکومتي څوکیو دکار په وخت ددریمې درجې میډال ترلاسه کړ .
ډاکټر پروفیسر ګنجي دایران داسلامي انقلاب له لومړیو څخه تراوسه له پوهنتونونو، علمي ټولنو، دتل پاتې شخصیتونو او علمي ویاړونو او اثارو له مرکز څخه دستاینې څه دپاسه درې شپیته (۶۳)لیکونه ترلاسه کړي دي .
()
دایران دجغرافیې پلار پروفیسر محمد حسن ګنجي دخپلې زیږیدا دسلم (۱۰۰) کال په جشن کښې چې دایران دسعداباد دتل پاتې څیرو په موزې او سرای کښې ترسره شو وویل «دخپل ژوند ډير کلونو مو دهیواد خدمت وکړ او خپل ژوند مو په ترټولو اغیز شیندونکي او شریف کار یعني استادۍ کښې تیر کړ .»
دایران په پوهنتونونو کښې داوسنۍ جغرافیې ډیر استادان نیغ په نیغه د پروفیسر محمد حسن ګنجي په شاګردانو کښې شامل دي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې دهغه له علمي شخصیت او تالیفاتو ګټه پورته کړي ده .
ډاکټر پیروز مجتهد زاده چې دلندن دیوروسیویک موسسې مشر او دپوهنتون ایرانی استادی دی او یو وخت دپروفیسر محمد حسن ګنجي شاګرد وو دخپل استاد په اړه وايي :« ما له خپلو ټولو استادانو سره منطقي او نږدې اړیکې لرلې په تیره بیا له پروفیسر ګنجي سره چې په ټولنیزو اړیکو او دغه راز دپوهنتونو په چاپیریال کښې له استاد ګنجي سره زما اړیکې دپلار او زوي په شان وې .
ډاکټر مجتهد زاده وايي دپلار او مور له رول څخه چې ورتیر شو پروفیسر ګنجي زما په شخصیت کښې یو ناانکاریدونکی رول لرلی دی درې نورو کسانو هم زما په ژوند کښې ژور اغیز رامینځته کړی دی .
په دوې کښې لومړی کس ډاکټر ګنجي دی او زه دهغه دژونداو علمونو احسانمند یم .
ډاکټر مجتهد زاده وايي کله چې زه محصیل وم نو ما دټولو استادانو احترام کاوه خو رښتیا خبره داچې پروفیسر ګنجي له نورو استادانو سره ډير توپیر درلود .
ډاکټر مجتهد زاده وايي هغه داسی کس وو چې په جغرافیايي بحثونو په تیره بیا دهواپیژندې په برخه کښې دهرډول پوښتنو ځواب یې ورکولای شو .
ډاکټر مجتهد زاده وايي له دې سره سره پروفیسر محمد حسن ګنجي هیڅ ادعا نلرله او پروفیسر ګنجي ته زما ژور احترام دهمدغه نا ادعا په خاطر دی .
پروفیسر ګنجي تل هڅه کوله علم زده کړي .
ډاکټر مجتهد زاده وايي زه به تل دمختلفو ټولنیزو، کلتوري او علمي پوښتنونو په هکله پروفیسر ګنجي ته ورتلم .
ډاکټر مجتهد زاده وايي پروفیسر ګنجي یو استثنايي او ارزښمن شخصیت دی او ما دهغه په شان او مقام هیڅ شخصیت نه دی لیدلی .
ډاکټر مجتهد زاده وايي له پروفیسر ګنجي څخه زما دعلم زده کول یوازې دلیسانس ، فوق لیسانس او حتی ددکترا ددرجې دترلاسه کولو په شان خاصو پړاونو ته نه وو بیل .
زه اوس هم له پروفیسر ګنجي علم زده کوم .»
لنډه مناسبه موسیقۍ .
پروفیسر محمد حسن ګنجي تل دانسان او دهغه دژوند دچاپیریال داړیکو دپیژندلو یا ( دیدګاه انساني محیطي ) او ( دیدګاه ناحیه اي ) چې دانسان او طبیعي ښکارندو دحاشیې دځانګړنو دپیژندلو په اړه دی او بالاخره په (دیدګاه فضايي ) د هرې ځانګړي جغرافیايي ښکارنده دځاې دتیت پرکوالي دجاج په چوکاټ کښې ورته پام کړی دی .
دغه چاره ددې نښه ده چې پروفیسر ګنجي تل دجغرافیه په اړه د ترټولو نویو اطلاعاتو دترلاسه کولو هڅه کوله .
ډاکټر ګنجي دجغرافیه دمنظمو شویو لیدتوګو په ارتباط د جغرافیې علم په دوو (۲) طبیعي او انساني برخو کښې دمطالعې وړ ګڼي .
پروفیسر ګنجي په دې زمینه کښې په معتبرو خارجي او نویو سرچینو استناد سره باوري دی که څه هم انساني ښکارندې دطبیعي ښکارندو په انداز دعلمي قوانینو تابع نه دي نو ځکه دکميټي رودو او دشمیرنې له اطلاعاتو په استفادې سره کولای شو دیوې خاصې انساني ښکارندې په باره کښې بڼه خپلول (مدل سازي )ترسره کړو چې دغه روده به دقانون پالنې په لور یو ګام وي .
په دې سربیره پروفیسر محمد حسن ګنجي ددغو علمي کارونو دشننې او تحقیقاتو لپاره دکامپیوټر کارول ضروري ګڼي او دګنجي دغه نوپالنه یا موډرن والی دې ته په پام سره چې هغه دایران دجغرافیې ترټولو زوړ استادی دپام وړ چاره ده .
()
پروفیسر محمد حسن ګنجي ددنیا (نړۍ ) بیلابیلو هیوادونو ته ډیر علمي سفرونه کړي دي او دانګلستان دجغرافیې دټولنې دټول عمر غړی ، دانګلستان او ایرلینډ دخلکو دپیژندنې دسلطنتي ټولنې پخوانی غړی او دایران او خارجي هواپیژندنې او جغرافیې دڅو معتبرو موسسو غړی هم وو .
داسیا او افریقا د هیوادونو دجغرافیه په ټولنې کښې غړیتوب او دیونیسکو داوبو پیژندنې په ملي کمیټۍ کښې غړیتوب دهغه نورې نړیوالې دندې او مقامونه وو .
هغه دغه راز تل په نړیوالو غونډو ، کمیسیونونو او سیمنارونو کښې فعال او اغیزشیندونکی شتون در لود .
تراوسه دایران ددغه ستر پروفیسر ډیر کتابونه چاپ شوي دي چې پکښې داطلس اقلیمي ایران، بستر جغرافیايي تاریخ ایران ، تاریخ جغرافیايي اسلامي ، مطالعه اجمالي فرهنګ های جغرافیاي، جغرافیا در ایران از دارالفنون تا انقلاب اسلامی ، جنګ و جغرافیا یا روابط دول بزرګ د اقیانوسیه او دغه بشر څه دی دکتاب ژباړې او په مختلفو مجلو کښې دڅو مقالو خپریدا ته اشاره کولای شو .
دایران دکلتوري ویاړونو او اثارو ټولنې دپروفیسر محمد حسن ګنجي دعلمي او کلتوري فعالیتونو په قدرونې سره د۱۳۷۹ هجري لمریز کال دغبرګولي دمیاشتې په ۲۴ نیټه په یو لړ دستورو کښې هغه دایران دیوه ویاړ په توګه معرفي کړ او دټولنې دسرو زورو له میډال (gold medal) سره یوځاې یې هغه ته ستاین لیک ډالۍ کړ .
لنډه مناسبه موسیقۍ
پروفیسر محمد حسن ګنجي دایران او نړۍ یوه علمي څیره او ددغه ټاټوبي یو ستر شخصیت او ویاړ دی .
هغه د ایران دټولو سترو او نامتو ساینس پوهانو او متفکرانو په شان په ډیرې خاکسارۍ سره خپله پوهه او علم دایرن کلتوري او علمي ټولنې ته وړاندې کړ .
دایران دغه ستر شخصیت د۱۳۹۱ هجري لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په ۲۹ یعني د روان میلادي کال دجولاۍ دمیاشتې په ۱۹په سل (۱۰۰)کلنۍ کښې وفات شو .
دایران دجغرافیې دعلم دپلار پروفیسر استاد محمد ګنجي دجنازې لمونځ د حکومت او پوځ دیو شمیر مسولانو ، جغرافیه پوهانو ، دپروفیسر ګنجي دګڼ شمیر شاګردانو او دپوهنتون داستادانو په شتون سره دتهران پوهنتون او د ترټولو ستر اسلامي دایره المارف دمرکز په وړاندې ترسره شو او خپل زیږنځای بیرجند ته دهغه دمړي له وړلو وروسته په یو شمیر پرتمینه دستورو کښې چې دخلکو بیلابیلو پرګنو، ، دولایت مسولانو او دپوهنتون استادانو او محصیلینو پکښې شتون درلود دبیرجند په ګنجي پارک کښې خاورو ته وسپارل شو .

Add new comment