د پاکستان د سیاسی کړکیچ برخلیک ټاکونکی ورځ

 د پاکستان سیاسی کړکیچ د عمران خان او طاهر القادری جلا جلا اعلانونو ته په پام سره چی یوه ویلی دی د هغه الټی میټم نن ۵ بجی  ختمیږی او که نواز شریف استعفا ورنکړه نوله خپلو پلویانو سره به د اسلام اباد سرې کرښې سیمې ته ورداخل او په سوله ایزو اعتراضونو سره به نواز شریف له پارلیمانه بهر وغورزوی  او بل دوهم هم چی الټی میټم یې بیګا دولس بجې پاې ته رسیدلې دې  ویلی دی چی نن ۵ بجې به په اسلام اباد کې ولسی پارلیمان جوړ کړی او هره فیصله چی دغه ولسی پارلیمان وکړه هغه به عملی شی .
داسې ښکاری چی نن به د اوسنی سیاسی کړکیچ برخلیک ټاکونکی ورځ وی . د یادولو ده چی د طاهر القادری ملاتړو ګوندونو لکه د وحدت مسلمین شورا ، سنی اتحاد شورا او د  قایداعظم څانګې مسلم لیګ هم اعلان کړی تر څو چې نواز شریف استعفا ورنکړی  په لومړی پړاو کې به په سند او پنجاب صوبو کې د اورګاډیو په اډو  او سترو لارو کې پرلاتی ووهی او په دوهم پړاو کې به دغه پرلاتې بلوچستان  ، خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان صوبو ته هم وغځیږی .
د انګلستان چاپ فاینشل ټایمز ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلی دی که څه هم  د پاکستان پوځ په ظاهره له قدرته ځان لیرې ښئ خو په حالاتو بشپړه کنټرول لر ی  او دا خطره شته چی د پوځ په لاسوهنې سره پاکستان هم د مصر او تای لینډ په شان د هیوادونو په لیکه کې راشی او دا اوازې هم شته دی چی پوځ د هیواد د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره مذبوت پروګرام  او پلان جوړ کړې  چی که په ایټمی هیواد کې کړکیچ او ګډوډې له حده زیات شی نو پوځ لاسوهنه وکړی  او یو دا  کمزورې احتمال هم موجود دې چی  پوځ نوره نواز شریف ته ګروهنه کمه شوی ده  خو لکه څنګه چی پوخی اقدام به  د نړیوالو بایکاټونو او بهرنیو مرستو د غوڅیدا سبب شی نو کیدلې شی پوځ ، نظامی اقدام ونکړی .
ځینې شناندی او د نواز شریف پلویانو په دې نظر دی چی د پوځ سترو جنرالانو د نواز شریف د حکومت د کمزوری کولو لپاره عمران خان او طاهر القادری مخکې کړل  او د هغو په وینا نواز شریف د یوه جنایتکار په توګه د مشرف د محاکمه کولو بیه ورکوی .
دا چی نن به څه کیږی او ایا پوځ په نظامی اقدام وکړی یا نه ، د تهران پښتو راډیو د پاکستان د پوځ له پخوانی مشر او د دغه هیواد فکر کوټې له مشر ښاغلی جنرال اسلم بیګ پوښتنه وکړه چی هغه په ځواب کې وویل عمران خان او طاهر القادری بندون ته رسیدلی دی  او داسې اقدامات کوی چی له ماتې پرته به بله نتیجه ونلر ی . ښاغلی اسلم بیګ د عمران خان لخوا د مدنی نافرمانی اعلان ته په  اشارې سره زیاته کړه د هغه دا اعلان د نظام او هیواد پر ضد دې او له هیواد سره دښمنی حسابیږی او دا یو جرم دې او د پاکستان د حکومت ، ملی پارلیمان او قضاییه قوه په شمول هیڅ اورګان به هغه ونه زغمی  او د عمران خان په  دغه اقدام د تاجرانو غبر ګون ښئ چی عمران خان په غلطه لاره راوان دې . د اسلام ابادخلک په دې خاطر چی د ژوند بهیر یې دریدلې دې په کلکه له عمران خان او طاهر القادری خپه دی . جنرال اسلم بیګ همداراز زیاته کړه چی  عمران خان او طاهر القادری ماته خوړلی ده  نو ځکه نهای اقدام ته یې مخه کړی ده چی پوځ لاس وهنه وکړی او پوځ ډګر ته ورداخل شی . که دوی وغواړی د سرې کرښې سیمې  چی پکې سفارتونه ، پارلیمان او د حکومت مرکز موجود دی ، ورداخل شی نو پوځ به لاس په کار شی  ځکه چی د اساسی قانون د ۲۴۵ مادې پر اساس د دغې سیمې امنیت حکومت پوځ ته سپارلې دې . پر دې اساس پوځ به د اعتراض کونکیو دغه نهای اقدامات ونه زغمی  او دوی ټول به له اسلام اباده بهر کړی او حکومت او پوځ به هیڅکله دا اجازه ورنکړی چی په دغه ډول غیر قانونی رودو سره حکومت څنګته شی . که داسې وشول نو دا به په یوه عادت بدل شی او سبا به هر څوک بیا څو کسان راغونډ کړی او حکومت پر ضد به اقدامات ترسره کړی . د پاکستان د پوځ پخوانی مشر همداراز د پوځ د لاسوهنې په ارتباط د اوازو د ردولو په ترڅ کې وویل پوځ په بشپړه توګه د نواز شریف له قانونی حکومته ملاتړ کوی او حکومت ته هیڅ ګواښ  او خطر نشته دی  او د دې په اپوټه پوځ به عمران خان او قادری له خپلو پلویانو سره یو ځای له اسلام اباد بهر کړی . خو له دغو ټولو نظرونو او شننو سره سره په سیاست کې وروستی خبره نشی کیدلې او باید ولیدل شی چی څه کیږی . په راتلونکیو یوې  ، دوو ورځو کې به یا د نواز شریف حکومت استعفا ته مجبوره شی او که داسې ونشی او اعتراض کونکی شاتګ  وکړی  او یا یې خبرې اترې وکړې ، نو د ا به د عمران خان او طاهر القادری لپاره سیاسی ځان وژنه وی .

Add new comment