خارجي هیوادونه دې د عراق له امنیتي حالاتو ناوړه استفاده ونکړي
د عراق د پوځ دلوی درستیز دفتر خارجي هیوادونو ته دعراق دشمال له امنیتي حالاتو دناوړه استفادې په باره کښې خبرداری ورکړ .
العراقیه ټیلي ويژن راپور ورکړ دعراق دپوځ دلوی درستیز دفتر نن په یوې بیانیې کښې وویل هغه هیوادونه چې دعراق دمرکزي حکومت له موافقې پرته په وسلو او مهماتو د ځايي کرد ځواکونو د سمبالولو کوشش کوي باید دعراق په شمال کښې له اوسنیو امنیتي حالاتو ناوړه استفاده او دملي واکمنۍ خلاف ورزي دې ونکړي .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې په تیرو ورځو کښې څو پوځي الوتکو د عراق دهوايي حریم خلاف ورزۍ کړي او دعراق دمرکزي حکومت له موافقې او اجازې پرته یې پوځي تجهیزات او وسلې دعراق دکردستان سیمې چارواکو ته ورکړي دي .
بل خبر داچې د عراق په شمال کښې د پیشمرګه ځواکونو لخوا دموصل ډیم له نیولو وروسته دموصل ډیم په خوا کښې د هستوګنه کلیو خلک چې عربان دي او له داعش ترهګرې ډلې سره یې ملګرتیا کوله دښار داخل ته تښتیدلي او خپل کلي يې خالي کړي دي .
دعراق دشمال په مختلفو سیمو کښې د پیشمرګه ځواکونو د پرمختګ په دوام کښې د داعش ترهګرې ډلې غړي په عین زاله ، کوفر او تلموس کلیو او په زمار سیمه کښې د شاتګ په حال کښې دي او د عیزابیه سیمې په لور تښتیدلي دي
Add new comment