دسوریې پوځیانو په جنګونو کښې دیرش ترهګر ووژل

دسوریې په شمال کښې په  الرقه کښې له وسله والو ډلو سره دپوځ په جنګونو کښې دیرش ترهګر ووژل شول .
دلبنان المیادین ټیلي ویژن راپور ورکړ دسوریې عسکرو نن دالرقه ښار په خوا کښې داعش ته له اړونده ترهګرو سره سخت جنګونه لرل او ددیرشو ترهګرو په وژلو سربیره یې څه دپاسه درې څلویښت ترهګر ژوبل هم کړل .
دداعش د ترهګرو پوځي قوماندان یحیی السام هم په دیرالزور سیمې دسوريې دجنګي الوتکو په  هوايي حملو کښې ووژل شو .
دسوریې جنګي الوتکو دالطبقه ښار په المراب سیمې چې دترهګرو په مرکز بدله شوي وه بمبارې وکړې .
په سوريې کښې جنګ سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګلستان ،فرانسې او نورو اروپایي او عربو هیوادونو رامینځته کړی دی اوهلته  ترهګرو ته هرډول وسلې ورکوي .

Add new comment