حماس وايي له اسراییلو سره جګړې ته چمتو دی
په ایران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ استازي، له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطیني چارواکو د مقاومت پر دوام ټينګار وکړ.
په تهران کې د فلسطین داسلامي مقاومت غورځنګ، حماس استازي، خالد قدومي له جام جم ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې له فلسطیني ملت سره د صهیونیسټ رژيم جګړه، یوازې پر غزه د وروستي برید په چوکاټ کې نه خلاصه کېږي، بلکې په تېرو ۶۸ کالو کې یې دوام درلودلی دی.
په ایران کې د حماس استازي وویل چې صهیونیسټ رژيم د غزې په جګړه کې له اتلوال مقاومت سره مخ شو او سخته ضربه یې ولیدله.
خالد قدومي وویل چې صهیونیسټ رژيم ددې جګړې پيلونکی و، په داسې حال کې چې د فلسطین مقاومت له تېریګرو لوریو سره خبرې نه کوي.
قدومي وویل که صهیونیسټ رژيم د فلسطین د مقاومت له غوښتنو سره موافقه وکړي، له غزې څخه به د فلسطیني مقاومت بریدونه او توغندويي عملیات بند شي.
Add new comment