په غزې کې دشهیدانوشمیر۱۶۸۳کسانوته ورسید کابو۸۹۲۰ نورهم ټپیان شوي دي

دفلسطین طبي سرچینو او کتونکو ویلی دي په غزې تړانګې دخونخوار صهونیستي رژيم وحشي ډوله حملې نه هم هماغه راز روانې دي او نن هم ددغو د یوشمیر ماشومانوپشمول کابو ۵۶کسان شهیدان شوي دي روستي راپورونه ښئ دغزې دروغتیائي برخې یوه مسئول مقام اشرف الدرت نن خبریالانو ته ویلی ډي دغزې تړانګې په مرکز نصیرات کیمپ کې پر یوه کور دوحشي ډوله صهونیسټ رژيم په نننیو بمباریو کې هم نور درې فلسطینیانو شهیدان او لس نور ټپیان شول . هغه وویل پر نننیو حملو کې پر ۵۶شیهدانو سربیره نور څلور سوه کسان ټپيان شوي دي
همداراز تر نن پنځه ویشتمې ورځې پورې دغزې تړانګې پر مظلومو خلکو دصهونیسټ رژيم په څاروي ډوله حملو کې دشهیدانو شمیر ۱۶۸۳ او دټپیانو شمیر هم اته زره نهه سوه شل کسانوته رسیدلې دی چې دماشومانو اوښځو پشمول زیاتره قربانیان ئې عام خلک دي

Add new comment