ستر وهابی مفتي وائي دغزې له خلکو سره غږملونکي لاریونونه او مظاهرې بلوه ګر اقدام دی

دعراق المسله خبری سایټ راپورورکړی دعربستان ستر مفتي او ددغه هیواد دعاملانو دپلاوي مشر شیخ عبدالعزیزبن عبدا... آل شیخ پخپلو وروستیو حیرانونکو څرګند ونو کې له فلسطنیانو سره دپيوستون دڅرګندونکي لاریونه یوبلوه ګراو بې ګټې اقدام بللی او د دغه ډول مظاهرو او لاریونونو ددریدو غوښتنه ئې کړې
ددغه راپورپه اساس دعربستان دقضائې لوړې شورا مشر صالح الحیدان دتیرې اونۍ له څرګندونو وروسته دا دوهم ځل دی چې دعربستان چارواکي له مظلومو فلسطنیانو سره دپيوستونو اوخواخوږۍ داعلان لپاره په دغه هیواد کې دلاریونونوپه ترسره کیدا نیوکې کوي
الحیدان تیره اونۍ هغه لاریونونه چې دغزې له مظلومو خلکو سره دپيوستون په موخې سره ترسره شوي دي ، یوه مفسده چاره بللې او ادعائې کړې وه چې دغه لاریونونه حتی که سوله ایز هم وي ، خلک له عبادته غړوي .
راپورونه ښئ تیره اونۍ دعربستان یوه فعال ویلی چې عربستان او متحده عربی اماراتو پر دې سربیره چې پرغزې دخونخوار صهونیسټي رژیم دمځکنيو حملو لګښتونو ورکول په غاړه اخستي دي ، بلکې دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بینیامین نتن یاهو سره ئې ژمنه کړې ده که په غزې دیرغل دبشپړ ولو او ددمقاومت دغورځنګ حماس دفعالیتونو پاي ته درسولو په بڼه کې به پخپلو پلازمینو کې ددغه رژیم سفارتونه هم پرانیزي .
دمینځني ختیځ دچارو مشهور کارپيژاند او تکړه لیکوال ډيویډ هرسټ په همداوروستیو کې ویلی وو ، عربستان او مصر له دغو ترییو په ملاتړ سره په دې پسې وو څو په غزې کې مقاومت ته ستر ګوزار ورکړي او دوي مجبوره کړي چې داوور بند شرائط او دعربی سولې پلان ومني

Add new comment