صهیونیستان د فلسطیني ماشومانو په وژلو افتخار کوي

د پریس ټي وي د راپور له مخې پرون یوه اسرائیلي فوځي په ډاګه اعتراف وکړ چې تر اوسه ېې ۱۳ فلسطیني ماشومان په قصدي ډول وژلي .
د ډيویډ اووادیا په نوم اسرائیلي عسکر په فیس بوک کې هم خپل هغه انځورونه خپاره کړ ي چې فلسطیني ماشومان په نښه کوي .
نوموړی ادعاء کوي چې د خپل دوربین لرونکي ټوپک په وسیله ېې په قصدي ډول تر اوسه ۱۳ فلسطیني ماشومان په نښه کړي او وژلي دي .
همداراز تلبیب په تیرو ۲۵ ورځو کې په غزه کې په قصدي ډول روغتونونه مدرسې او د کډوالو د پنا اخیستې ځایونه او جوماتونه ویشتلي .
له دې سره په څنګ کې د بشر حقوقو ادعاء کوونکې امریکا بیا هم پر غزه د اسرائیلو له برید ملاتړ وکړ .
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل دفاع وزیر چیک هیګل د اسرائیلو د جنګ له وزیر موشه یلعون سره په تلیفوني خبرو اتروکې په غزه کې د اسرائیلو له اقداماتو ملاتړ کوي .
جان کربي وايي امریکا د حماس خلع سلاح کیدل غواړي .
امریکا له اسرائیلو سره د ۶۰۱ میلیون ډالرو فوځي مرستې ژمنه هم کړې .
پرون هم امریکا اسرائیلو ته د توغندیو د توپ مرمیو او نورو مهماتو یو ګودام وسپاره او ګڼ ټانګونه او زغره وال ګاډي ېې هم ورکړل .

Add new comment