په سوریې کې د «جهاد النکاح » په نوم په سلګونو تونسۍ ښځې بلاربې شوي

تونس د کورنیو چارو وزیر وايي له دغه هیواده په سلګونو ښځې سوریې ته تللي چې په دغه هیواد کې د القاعده پلوو سلفیانو ، چې د سوریې د رژیم پرضد جنګېږي، جنسي غریزه سړه کړي.د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د تونس د کورنیو چارو وزیر لطفي بن جدو پرون /پنجشنبه/ د خپل هیواد ملي جرګې ته وویل، هرې ښځې له ۲۰، ۳۰ او حتي ۱۰۰ جنګیالیو سره جنسي اړیکې ټینګې کړي دي.جدو زیاته کړه:«دا ښځې له جهادیانو سره د جنسي معاملې لپاره د جهاد النکاح په نوم تللې وې او اکثره اومیندوارې شوي او بېرته هیواد ته راغلي دي.»ده ونه ویل چې دقیقاً څومره تونسۍ ښځې اومیندواره شوي او هیواد ته راګرځېدلي دي.د ځینو سخت دریځو سلفیانو په نظر د جهاد النکاح پراساس ښځې جواز ترلاسه کوي چې د جهاد په وخت له ګڼو نارینه وو سره جنسي اړیکې ولري.د تونس د کورنیو چارو وزیر دا هم ونه ویل چې د دغه هیواد څومره ښځې سوریې ته د جهاد النکاح لپاره تللي دي خو د دغه هیواد رسنیو ویلي چې په سلګونو ښځې د دې هدف لپاره سوریې ته تللي دي.په سلګونو تونسي نارینه هم سوریې ته تللي او د بشار اسد د رژیم پرضد له سلفي جهادیانو سره یوځای شوي دي.د تونس د کورنیو چارو وزیر وویل چې تراوسه پوري یې سوریې ته د شپږ زره تونسیانو د تګ مخه نیولې ده.په تېرو کلونو کې په زرګونو تونسیانو په افغانستان او عراق کې هم په جګړو کې برخه اخیستې ده.

Add new comment