اسراييلو پر غزې له سره يرغل پيل کړی دی
اسراييل وايي وروسته له هغه يې له سره پر غزې پوځي يرغل پيل کړ، چې حماس پر اسراييلو د توغنديو بريدونو ته دوام ورکړ او محدود اوربند يې رد کړ.د اسراييلو پوځ وايي وروسته له هغې پر غزې خپل هوايي، ځکمنی او سمندري يرغل پيلوي، چې د حماس جنګياليو د بشري مرستو رسولو لپاره ۲۴ ساعته اوربند و نه مانه.
اسراييلو د ملګرو ملتو له لوري پيشنهاد شوي ۲۴ ساعته اوربند ته غاړه ايښې وه، خو دا يې هم ويلي و، که حماس سرغړونه وکړي دوی به يې ځواب ورکړي.حماس وايي تر هغه چې اسراييلي ځواکونه له غزې و نه وځي او بېځايه شوي فلسطينيان خپلو کورونو ته ستانه نه شي دوی اوربند نه مني.له هغه راهيسې چې پر غزې د اسراييلي ځواکونو يرغل پيل شوی له ۱۰۰۰ زيات فلسطينيان او ۴۶ اسراييليان وژل شوي دي.د فلسطين د روغتيا د برخې چارواکي وايي د وژل شوي فلسطينيانو ډېری يې ملکيان دي.
د فلسطين د روغتيا د برخې چارواکي وايي د وژل شوي فلسطينيانو ډېری يې ملکيان دي.د اسراييلو په خوا کې د وژل شويو ۶۴ اسراييليانو له ډلې ۴۳ يې سرتېري او درې يې ملکيان دي.د شنبې پر ورځ د ۱۲ ساعته اوربند پر مهال د غزې خلکو د اسراييلو د بمبارۍ له امله تر کنډو کپرو لاندې شوي جسدونه راووېستل او خواړه او اوبه يې برابرې کړې.
حماس اسراييل تورنوي چې ګواکې غواړي د اوربند پر مهال ځان نورو بريدونو ته چمتو کړي او ادعا يې کړې ده چې د شنبې ورځې له اوربند نه هم سرغړونه شوې ده.راپورونه وايي د شنبې پر ورځ هم حماس جنګياليو پر اسراييلو درې توغندي توغولي او په اسراييلو کې د خطر زنګ کړنګول شوی دی.د حماس پوځي څانګه قسام لېوا وايي دوی پر اسراييلو د لنډ واټن درې او د نسبتآ اوږد واټن دوه توغندي توغولي دي.
Add new comment