امام علی علیه السلام
داسلام دګران پیغمبر جانشین او یو اهل بیت حضرت امام علی بن ابی طالب شهید شو.دوه ورځې مخکې کله چې امام علی علیه السلام د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره په جومات کې شتون درلود او کله ئې چې خپل سرمبارک دخداي تعالی په درګاه کې په سجدې کې ایښی ؤ ، دیوه خوارج دتورې په ګوزار سره دهغه سر سخت ټپي شو او په همداسې ورځ د همدغه سخت ټپ له امله ئې له نړۍ سترګې پټې کړې او هغه نیکمرغۍ ته چې تل ئې هیله کوله ،یعني دخداي په لاره کې شهادت او سترې بریا ته ورسید. دغه شهادت اسلام او مسلمانانو ته نه جبرانیدونکی تاوان او مصیبت واړوه . له دې سره سره ،دهغه بزرګوار د ژوندروده او د هغه د حکومت څرنګوالی او همداراز هغه ارزښتمن جوړښت چې له هغه پاتې ، تر اوسه پورې له پيړیو پیړیو تیریدا وروسته هم دحقیقت او عدالت د لارې مینه والو لپاره د مشال په توګه دی . : نهج البلاغه : دحضرت امام علی علیه السلام د قولونو او سپارښتنو یوه داسې ټولګه ده چې په فصاحت اوبلاغت کې بې ساري ده . دحضرت امام علی علیه السلام د غه له حکمته ډکې ویناوې او قولونه،دعرفاني معارفواو دټولنیزو اواخلاقي پندونو هغه سمندر دی چې د ټولو فضیلتونو په لور ئې لاره پرانیستل کیږي .هغه بزرګوار په اخلاقي فضایلو د انسان دپوښلو لپاره خورا غوره لاره تقوا ګڼله . حضرت امام علی علیه السلام خپلو بچیانو ته په یوه وصیَت کې د اخلاقو خورا دقیقې مسئلې د نصیحت په توګه بیان کوي . په هغو کې په یوه ځاي کې فرمائي :، تاسو او زماکورنۍ او هرهغه کس چې د ماسپارښتنه ورته رسیږي ، په کارونو کې ورته دنظم او پرهیزګارۍ سپارښتنه کوم . پریتیمانو خیال کوئ ، له ګاونډیانو سره نیکي کوئ چې پیغمبر اکرم دګاونډیانو په باب دومره سپارښتنه کوي چې ګمان مو وکړ له یوه بله ارت ترلاسه کوي . له قرآنه لیرې کیږي مه ، او پرې نه ږدئ نور ورباندې په عمل کې له تاسو وړاندې شي . لمونځ لوي وګڼئ چې دتاسو ددین ستنې ده
Add new comment