دحضرت امام علی علیه السلام جاذبې او دافعې
حضرت امام علی علیه السلام د نړۍ دپوهانو اوتاریخ لیکونکو په ګواهۍ سره یو داسې انسان ؤ چې دهغه د شخصیت سترتوب هر دوښمن او دوست ستاینې ته اړباسي . اوس دتاریخ د هغه لوي شخصیت د ژوند له وخت څوارلس پيړیو تیریدو وروسته تراوسه پورې د فکر او لیدتوګې خاوندان د هغه دلوي شخصیت په بشپړ ډول درک کولو کې پاتې راغلی دي او دهغه دمحضر د درک کولو هیله کوي . یو مسیحي لیکوال او تاریخ لیکونکی جارج جرداک لیکي ، وائ وي پر تا ائ دنیا، څه کیدل که خپله قوا دې غونډه کړې وائ او توان دې یو ځل بیا په یوه ځاي متمرکز کړئ وائ او په هروخت او هرې زمانې کې دعلی په شان یو کس چې په عقل ،پوهې او منطق او بیان او حماسې او شجاعت کې له هغه سره یو شان وائ ، دبشریَت لپاره دې ډالۍ کولی :.
دحضرت امام علی علیه السلام یو وجودي اړخ چې دڅيړاندو او پوهانو د توجه مرکز ګرځیدلی ، دهغه ځواکمنه جاذبه او دافعهء ده . هرڅومره چې دیوه کس شخصیت پیاوړی وي پر نورو به دهغه اغیزې هم زیاتې وي او بیلابیل عکس العملونه پرې رامینځةکیږي . اغیزشیندونکي شخصیتونه تل خاطرې او لیدتوګې پر ځان پورې مشغولې کوي ، د بحثونو او مجادلو موضوع ئې ګرځوي ، دشعر ،نقاشۍ، کیسو او دنورو هنرونو یوه موضوع جوړیږي . خو دعلی او هغو کسانو برلاسی چې دحق له نوره ئې خپل ضمیر رڼا کړی دی دا دی چې د ذهنوو او تفکراتو پر مشغولتیاسربیره زړونو ته نور ،تاندوالی عشق او ایمان ډالۍ کوي .
دوستانو ستر ایرانی متفکر استاد شهید مرتضی مطهري د : جاذبه و دافعهء حضرت علی : نومې کتاب کې لیکلي دي چې ، ځيني انسانان نه جاذبه لري او نه هم دافعهء، نه دوستي کوي او نه هم دښمني ، دهغوي په وجود کې داسې خاصیت ،هغه که مثبت وي اویا منفي ، نشته ،څو د هغه په وسیله ، د نورو انسانانو عکس العملونه راوپروي . په ټولنې کې د دغه شخصیت اثر او اغیزې دیوه پراته کاڼي له اغیزو سره هیڅ فرق نه کوي
ځیني انسانان یوازې دافعه ء لري او نور دځان په لور نشي جذب کولی . دا کسان زیاتره نیک او دپام وړ خصلت او خوي نه لري څو نور خلک د هغوي وخوا ته ګروهمن کړي .
خو ځيني انسانان هم یوازې جاذبه لري . دغه ډول کسان خیال کوي ښه اخلاق او ټولنیز شونه دا ده چې انسان ، دهرچا زړه یوډول ترلاسه کړي یعني هرڅوک له ځانه راضي کړي او له دې لارې دځان لپاره ددښمن جوړیدا مخنیوی وکړي .دغه شان شی ممکن نه دی مګر دا چې انسان فیصله و کړي ، منافقانه چلند وکړي . ځکه چې که انسان پخپل ژوند کې هغه هدف چې سم ئې ګڼي تعقیب کړي ، نو بلاخره دځينو زیات غواړو کسانو له ګټو سره تضاد پیدا کوي
ځيني مسیحیان او هندوان مدعي دي چې بشپړ انسان یوازې مینه او عشق لري ،خو له نورو سره مینه کول دحق او حقیقت په نظر کې له نیولو پرته کافي نه دي .له خلکو سره دوستي ، مینه او عشق په اسلام کې دټولنیزو اړیکو داصولو بنسټ دی . اساسا داسلام په لوړ فرهنګ کې دخداي له بندګانوسره عشق او مینه او له هغوي سره دوستي ، له خداي سره دمینې اوعشق لپاره دی خو داسلام دنظروړ مینه او عشق دا نه دی چې له هرچا سره دهغه دګروهنې او خوښې په اساس چلند وکړو څو په هرترتیب سره هغه دځان په لور وکاږل شي . بلکې مینه او عشق ، له نورو سره دخیر خیګڼې په معنا دی . ممکنه ده کله نه کله دا خبر دمقابل لوري دلچسپي جلب نه کړي . هماغه ډول چې دخداي پيغمبران سره له دې چې تل د خلکو خیرخواه او زړه سوانده وو خو ډير دښمنان ئې هم لرل . پر دې اساس داسلامی تعلیماتو سره سم له نورو سره دچلند معّیار یوازې د هغوي خوشالول او دهغوي رضایت جلبول نه دي ،بلکې دمحمدي اسلام په مکتب کې دمهربانۍ اوقهر معیَار حق او حقیقت دی او حق په بشپړ ډول نه پيژندل کیږي ،مګر دا چې انسان دپاک فطرت او عقل سلیم تر څنګ له الهي وحي مرسته وغواړي .
*******************
دوستانود حضرت امام علی علیه السلام یعني دخداي د دغه غوره بنده ټول وجود له خلکو سره د ارادت ، عشق،مینې او مهربانۍ ډک ؤ . د یوه یتمی یوه قطره اوښکې کافي وې چې دهغه په وړاندې به تسلیمید او د هغه بدن به ورڅخه لړزید، هماغه کلک هوډ او اراده چې په جنګونو کې به دعربو اتلانو په وړاندې پکې دتسلیمیدا هیڅ نښې نښانې نه ښکاریدې . دشپو په تورتم کې د ډوډۍ او خوړو کڅوړه ئې په اوږو اخستله او د بې وزلو کورونو ته به ئې وړله ، هغوي به ئې مړول ،حال داچې پخپله به وږی ؤ .
دهغه دحکمرانۍ په پړاؤ کې یوه یتیم هم ځان بې پناه نه ګاڼه او مولاعلی به ورسره دومره مینه او محبت کاوه چې ځينو لیدونکو به هیله کوله چې کاش یتیم وائ څو له هغه بزرګوار سره ئې دومره مقام درلودلی .
روایت شوي دي دیوه شهید ماندینه چې څو یتیمان ئې درلودل ډير سخت ژوند پرې تیرید. کله حضرت امام علی دهغوي له حاله خبر شو نو پخپله ئې دخوړو اوضرورت شیانو یوه جوپه واخسته او دهغوي کور ته ورغی او د ناپيژندل شوي په توګه ئې دهغې کورنۍ په کارونو کې ورسره مرسته وکړه . هغه بزرګوار لږه غوښه کباب کړه او پخپلو لاسونو سره ئې یتمیانو ته ورکړه او هرځل ئې چې هغوی ته غوښه ورکوله نو فرمایل به ئې : ائ دمابچو : علی وبخښئ، وروسته ئې د ډوډۍ دپخولو لپاره تنور بَلوَلو او خپل مخ به ئې داوور په وړاندې نیوه او وئيل به ئې :، د اد هغه چا جزا ده چې له یتمیانو ئې غفلت کړي وي :. د ا د حضرت امام علی د خداي بندګانو ته دپام او دهغه د مهربانۍ داوج نښه ده
له دښمنانو سره دامام بزرګوار چلند حتی په جنګونو کې هم دهغه له عدالت او مهربانۍ سره یو ځاي ؤ تر ممکن حده ئې دهغوي درملنه کوله ، پر بلوه ګرو به ئې له اتمام حجت تر مخکې پورې تورې ته لاس نه کاوه او له بریالیتوب وروسته به ئې چغه پورته کوله ،هرڅوک چې دجنګ له ډګره تښتي ،نه تعقیبیږي .له ټپیانو سره کار نه لري او یو بندي به هم ونه وژل شي . او هغه کس به چې خپله وسله پرمځکه کیږدي په امان کې وي :، دا هماغه دمکې په فتح کولو کې دپيغمبر اکرم روده وه . ؛
دحضرت امام علی علیه السلام کرامت او بزرګواري ترې حده وه چې حتی دشهادت په بسترې ئې هم امام حسن علیه السلام ته دخپل قاتل په باب فرمایل :، د ماد قاتل په نسبت مهربانه ووسه، هغه د تابندی دی ، پر هغه رحم او احسان وکړه .په هغه حق مې قسم ، چې دتاپرغاړه ئې لرم ، له هغه څه چې ته ئې خورې او څښې ، هغه ته هم ورکوه په پښو اولاسونو کې ئې زنځیر مه اچوه ، که له دنیا مې سترګې پټې کړې نو بیا هغه په یوه ګوزار سره چې پر مائې یو وار کړی قصاص کړه .:
امام علی دیوه بشپړ انسان بیلګه وه . سمه ده چې انسان دانسانیّت له لوړو بیلګوسره مینه کوي ،خو که علی که دغه ټول انساني فضایل درلودلئ ، او الهي رنګ ئې نه درلودلئ ، نو مسلمه ده دا ټولې مهربانۍ او عاطفې به نه وې. علی له دې نظره محبوب دی چې الهي پیوند لري ، زړونه ځکه له هغه سره عشق او مینه کوي چې هغه دحق دصفاتو مظهر او دحق آیت ګڼي .
دوستانو ستر ایرانی متفکر استاد شهید مطهري لیکلي :، هماغه شان چې دعلی جذبول دمونږ لپاره روښانه دي ، دهغه دفعاءت هم همداسې دي . علی علیه السلام دوې پرګنې په سخته رټلی دي ،چلباز منافقان او احمق زاهدان :
له دغه ټول نرموالي او او هغه درک او مهربانۍ سره سره چې په مینځ کې ئې دخدای د دین خبره راځي ، امام علی همدومره میړنی اوشجاع هم ؤ چې له قهر او غضبه ئې یو ظالم هم په امان کې نه ؤ . هغه بززګوار د دین په لاره کې دمخالفانو له هیڅ ډول دښمنۍ نه ویرید او په سمه د خداوندمتعال دقول مصداق ؤ چې دقرآن کریم په مائده سورې ۵۴آیت کې فرمائي ،:مومنان دخداي په لاره کې هڅه کوي او دهیچا له ترټنې نه ویریږي .
دا حالت حتما دښمنۍ هم جوړوي او تمه دار کسان کړوي . شهید مطهري وائي ، علی دخپل خلافت په دوران کې درې ډلې کسان له ځانه لیرې کړل او له هغوي سره ئې مقابله وکړه .لومړۍ ډله هغه پیسه غواړي کسان وو چې دبیت المال په ویشلو کې ئې دعلی عدالت نه شو زغملی . دوهمه ډله هغه سیاستوالان وو چې په درغلۍ او نفاق سره به ئې واک ته درسیدو او دخداي د دین دتحریف کولو نیّت درلود. دریمه ډله هم هغه کسان وو چې له هغوي سره مبارزه دحضرت امام علی علیه السلام یو خورا سترویاړ شمیرل کید، هغه جاهل زاهد کسان وو چې په بې ځایه تعصبونو او خپلو حماقتونوسره ئې د دین ریښو ته تاوان رسولو، خو د خپلې نادانۍ اوناپوهۍ په دلیل ئې فکر کاوه د دین دلوړاوي لپاره هڅه کوي . هغوي مسلمانان په هره پلمه تکفیرول او دهغوي دوینوبهول ئې حلال بلل . حصرت امام علی دغه حالت دلیوني سپي له ناروغئ سره تشبیه کاوه ، چې که په موقعې ناروغه حیوان ونه وژل شي ،نو ناروغي په چټکۍ سره خوریږي . دا دعلی له شجاعت اوبصیرت پرته بل څه نه شي کولئ چې ددغه ډول مقدس نما جاهلانو خطره داسلام له لارې وغړوي؟ امام علی د دغو درو ډلو په مقابل کې هیڅکله هم نه تسلیمده او له هرې یوې ډلې سره ئې دهغوي د انحراف په اساس مقابله وکړه . د عرب او غیر عرب او دسپین او تور ترمیخ دبیت المال په ویشلو کې ئې هیڅ فرق نه کاوه . منافقین ئې رسوا کړل او په نهایت کې هرکله دغو درو ډلو دحق په ضد توره په لاس کوله ،نو په پریکنده ډول اوشجاعت سره به د ټولو په وړاندې درید او دحق بیرغ ئې رپاوه .
د دښمنانو له ډيرو هلو ځلو سره سره له څوارلس پیړیو وروسته هم د نړۍ دحق غواړو په زړونو کې له علی سره مینه او عشق هماغه راز زیاتیږی . استاد شهید مطهري وائي ، انسان دنیکو اوپاکو مینې اوعشق اکسیر ته اړتیا لري څودنیکو کسانو دغه مینه او عشق ، فضایل او ښکلاوې دهغوي دمینه والو په وجود کې ژوندئ کړي او هغوي له کمال سره لانزدې کړي .
بې سببه نه ده چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له خپلو پیروکارو د رسالت دبدل په توګه له خپلو اهل بیت علیهم السلام سره دوستي او مینه وغواړي څو په دې وسله دخپلو پیروکارو لپاره دکمال لاره هواره کړي .
Add new comment