په زياتره اسلامي هېوادونو کې به سبا د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ور ځ وي
زیاترو اسلامي هیوادونو د میاشتې د لیدلو کمیټو ویلي دي ، چې د مياشتې د هلال له مخې، دا ثابته نشوه، چې نن دې روژه وي، نو ځکه د شعبان مياشت ۳۰ ورځې وګڼل شوه او سبا به د روژې د مياشتې پيل وي.
دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه او د روژې لومړي ورځ به د یکشنپې په ورځ وي،خو د پاکستان د میاشتې د لیدلو مرکزي کمیټې ویلی دي، دوۍ نن غونډه کوي او نتیجه یې اعلانوي او په خیبر پښتونخوا صوبې ته د مرکزي حکومت لخوا لیک استول شوی ، دا ځل دې له مرکزي حکومت سره یوځاي روژه ونیسي .
په دې توګه به په افغانستان،عربستان ،المغرب ،امارات، قطر، اردن،فلسطين ،كويټ،عمان ،لبنان، استراليا، عراق، ايران ، بحرين ، فرانسه او مالزيا کې سبا د روژې د مباررکې مياشتې پيل اعلان شوی او سبا د روژی لومړۍ ورځ ده
Add new comment