د پاکستان لومړې وزیر ته د ولسمشر کرزي د ليک د متن جزئيات په ډاګه شول
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ پرخلاف د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې په هکله د افغانستان شرطونه د يوه ليک په ترڅ کې پاکستان ته واضح کړي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له وروستيو ټېلېفوني اړيکو په تعقيب او کابل ته د پاکستان له رالېږل شوي پلاوي وروسته، ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه د افغانستان وړانديزونه او شرطونه د يوه ليک په ترڅ کې پاکستان ته واضح کړي دي.
حامد کرزي په دغه ليک کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي عملياتو په اړوند، چې له افغانستان څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وه، ليکلي"د خپل همېشني دريځ پر اساس يې په دې شرط ملاتړ کوم، چې ملکي وګړي په کې زيان ونه ويني."
سرچينه زياتوي، چې ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ پر ضد د بريالۍ مبارزې لپاره د افغانستان وړانديزونه او شرطونه داسې بيان کړي ،له ټولو ترهګرو سره له توپير پرته مبارزه وشي،ملکي تلفات پېښ نه شي او عامو وګړو ته زيان ونه رسېږي، د ترهګرۍ پر خلاف رښتينې مبارزه هغه وخت بريالۍ ده، چې په افغانستان کې سوله تامين شي، په دې دليل پاکستان بايد ټول هغه طالبان چې د سولې پلويان دي، له بنده ژر تر ژره ازاد کړي او د افغانستان د سولې په هکله رښتينې هڅې پيل کړي، ترڅو د سولې خبرې پيل شي، د ترهګرو ځالې او د ملاتړ مرکزونه چې په هر ځاى کې وي، له منځه يوړل شي.
پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزې ودرول شي،د ترهګرۍ خلاف زموږ د ګډې مبارزې سره بايد د سيمې د لويو او موثرو هېوادونو، لکه چين او هند هڅې همغږې کړاى شي، ځکه دوى هم له ترهګرۍ نه متضرر شوي دي،د ترهګرۍ خلاف مبارزې د ښه پرمخ وړلو لپاره د پړاوونو د تعيينولو، زموږ ترمنځ د همغږۍ د راوستلو او د تماسونو د تنظيم لپاره بايد يوه د لارې نقشه جوړه شي.
خبرپاڼه کاږي، د دغې ګډې مبارزې په لاره کې د لومړي ګام په توګه د افغانستان له لوري د ملي امنيت د شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د يوه لوړپوړي پلاوي په سر کې پاکستان ته سفر وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، په دې سفر کې دغه پلاوي د افغانستان له خوا دا ليک وړاندې کړ او همدارنګه له پاکستاني چارواکو سره يې د افغانستان د پورتنيو شرطونو پر عملي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.
Add new comment