انګریز خارجه وزیر هم داعش ترهه ګره ډله دعراق او سیمې لپاره ستره خطره وبلله

دلبنان المیادین ټيلیوژني چینل راپورورکړ انګریز خارجه وزیر پرون په بغداد کې دعراق له لومړی وزیر نوری مالکي سره له کتنې وروسته ویول هرهغه کس چې له داعش ترهه ګرې ډلې ملاتړ کوي یا نیَت لري ورسره یو ځاي شي ، باید پوه شي چې داعش جنایتکار تشکلیلات دي چې دتیریو ،وژلو ،ورانکارۍ او هرډول وحشي جنایتونه ئې کړي دي چې انسانیَت ترې شرمیږي .
ویلیم هیګ زیاته کړې په دسورېې کې هم داعش همدغه شان جنایتونه کړي دي
دانګلستان خارجه وزیر له داعش ډلې سره دمقابلې لپاره په عراق کې دټولو سیاسی بهیرونو دیوه واحد دریځ غوښتنه وکړه او وې ویل دعراق په باب دانګلستان دریځ روښانه دی اولندن دعراق ټول مسئولان اوډلې ددغه هیواد په وړاندې ګواښونو سره دمخامخیدا لپاره وحدت اویووالي ته بولي
داپه داسې حال کې دي چې دعراق لومړی وزیر نوری مالکي له بی بی سی ټيلیوژني چینل سره بیګا په خصوصي خبروکې روښآنه کړې په عراق کې به هغه سیاسی لوری ډیر زر حکومت جوړ کړي چې په پارلیماني انتخاباتو کې ډيرې څوکۍ ګټلي دي او هغه کسان چې دملی نجات دحکومت ډنډورې غږوي پوه دې شي چې ددغه ډول حکومت جوړول داساسی قانو خلاف ورزي ده ځکه دا به ددیموکراسۍ دتجروبې له مینځه وړل وي او دغه کار په حقیقت کې دملی وحدت دجوړیدا دبهیر ردول دي . هغه وویل دجولائي په دریمه نیټه دپارلیمان غونډه جوړیږي او په دغې ناستې به هڅه وکړي څو دملی وحدت حکومت جوړ کړي
بل خبر دا چې دعراق پوځ ددغه هیواد په شمال کې د داعش ترهه ګرې ډلې دتالی څټو په ضد په پاکونکو عملیاتوکې پرمختګونه کړي دي او ویل کیږي چې ددغې ترهه ګرې ډلې دڅو قوماندانانو پشمول په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک کړي دي
المینار ټيلیوژني چینل راپورورکړی دعراق وسله وال پوځ او ولسي ځواک په بیلابیلو سیمو په تیره بیا دبیجي چاڼ ځاي په شاوخواکې ترهه ګرو پرې یو ځل بیا حمله کړې او ناکامه شوي دي ، په پاکونکو عملیاتو کې ئې دترهه ګرو زیات شمیر کسان هلاک کړي اودغه راز ویل کیږي چې یوسل شپیته ګاډي ئې هم تباه شوي دي . دغه راز پوځي سرچینې وائي نور له ترهه ګرو لاره ورکه شوې او دسورئې او عربستان دپولو په لور په تښتې دي
یو بل خبرښئ چې دعراق وسله وال پوځ دصلاح الدین ولایت په تکریت کې هم ځواک پلی کړی او دتکریت زیاتره برخې ئې له ترهه ګرو پاکې کړي او دغه راز ئې دترهه ګرو زیات شمیر ګاډي اونور تجهیزات اووسلې هم ولجه کړي دي او په دغو عملیاتو کې ئې هم اته ویشت ترهه ګر هلاک کړي دي . دغه راز دموصل په شاوخوا کې هم له ترهه ګرو سره سخته جګړه روانه ده او ویل کیږي چې په دغو نښټو کې هم دکردانو دډيت سکارډ اوه کسان او دغه راز شل نور ترهه ګر هم وژل شوي دي

Add new comment