افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د لويې او متعال خدای په نامه او تاسو ګرانو مینه والو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې نومي اونیز پروګرام سره یوځل بیا ستاسو په خدمت کښې یو. عزیزانو نن هم له معمول سره سم وړومبۍ په تیره اونۍ کښې په پاکستان او افغانستان کښې د رامینځته شویو مهمو خبرونو سرټکي ګورئ او ورپسې د دغو دواړو هیوادونو د ځینو ډیرو مهمو خبرونو په اړه یو تحلیلي رپورټ درته وړاندې کیږي. نو په سر کښې د مهمو خبرونو سرټکو ته پام وکړئ.
د ملا فضل ا... د ورسپارلو لپاره له افغانستان څخه د پاکستان غوښتنه، په شمالي وزیرستان کښې په کرفیو یا د دتګ راتګ د بندیز په مقرراتو کښې کمښت، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ترسره کیدل، د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیشن سره د عبدا... د انتخاباتي څارونکو د ملګرتیا ځنډیدل، له کرزي څخه د نوازشریف غوښتنه، په پاکستان باندې د افغانستان نیوکه، د پاکستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د طالبانو د ډلې چمتووالی، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د دارالانشاء په مشر باندې د کابل د پولیسو تور او له روسیې څخه د پوځي هیلي کوپټرونو د پیرودلو لپاره د پاکستان د پروګرام تائید په تیره اونۍ کښې د افغانستان او پاکستان ډیر مهم بدلونونه وو.
عزیزانو په دوام کښې د دغو دواړو هیوادونو د څو مهمو پیښو تحلیلي رپورټ اوریدلی شئ.
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو د غبرګولي په ۲۴ نیټه د عبدا...عبدا... او اشرف غني احمدزي په ګډون ترسره شو.
که څه هم د انتخاباتو ترسره کونکو چارواکو او امنیتي مسئولانو د انتخاباتو د ترسره کیدو له بهیره رضایت وښود خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د دارالانشاء په مشر ضیاء الحق امرخیل باندې د کابل د پولیسو د قومندان تور په دغه هیواد کښې انتخاباتي شخړو ته لمن ووهله.
د کابل د پولیسو قومندان جنرال محمد ظاهر ظاهر، ضیاء الحق امرخیل د دغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یو کاندید په ګټه د درغلۍ په کوشش تورن کړ.
د جنرال ظاهر په وینا، له انتخاباتي توکو ډک دوه موټرونه یې نیولي چې د امنیتي ځواکونو له خبرولو پرته یو نامعلوم ځاې ته د منتقلیدو په حال کښې وو.
د کابل د پولیسو قومندان زیاته کړه: هغه ګاډي چې توقیف شوي دي، انتخاباتي رایې پاڼې یې لرلې او د قانون له مخې امنیتي ځواکونه پکار دي په دغه انتقال خبر وي څو د هغو ضروري امنیت وساتلی شي خو امنیتي ځواکونو ته د دغو رایه پاڼو د وړل کیدو خبر نه و ورکړی شوی.
امرخیل د کابل د پولیسو دا تور رد کړی او ویلې یې دي چې دغه ګاډي د کابل په اطرافو کښې د سروبي ولسوالۍ د یوې سیمې د رایه اخیستنې یو مرکز ته د دغو انتخاباتي پاڼو د وړلو په حال کښې وو چې پولیسو یې مخه ونیوله. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیشن د درارالانشاء مشر د کابل د پولیسو دا کار د قانون خلاف ورزي ګڼلې ده.
د کابل د پولیسو د قومندان په وینا د افغانستان ولسمشر حامدکرزي حکم ورکړی چې انتخاباتي رایه پاڼې د دغه هیواد د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر ته وسپارلې شي او ضروري څیړنې دې هم وشي.
په عین حال کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو کاندید عبدا... عبدا... اعلان کړی، په دې وجه چې د ټاکنو خپلواک کمیشن د هغه غوښتنو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی نو د هغه انتخاباتي څارونکي له دغه کمیشن سره خپله ملګرتیا خنډوي.
عبدا... همداشان د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو د انتخاباتو د رایو د شمیرنو د بهیر د فوري بندیدو غوښتنه وکړه او له خپلو ټولنو انتخاباتي څارونکو يې وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن له دفترونو سره همکاري ونه کړي. د عبدا... دا دریځ پس له دې غوره شو چې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د رایه اخیستنې په ځینو مرکزونو کښې د پراخې انتخاباتي درغلۍ او خلاف ورزۍ په هکله د هغه د انتخاباتي څارونکو له ګڼ شمیر رپورټونو نه علاوه، رسنیو ته د کابل د پولیسو د قومندان او د انتخاباتو د کمیشن د دارالانشاء د مشر د لانجې راوتل، په انتخاباتي ارګانونو باندې د هغه د بې اعتمادۍ سبب شوي دي.
په شمالي وزیرستان کښې د طالبانو د ډلې په پټن ځایونو باندې د پاکستان د پوځ د جنګي الوتکو له حملو وروسته د طالبانو د ډلې ویاند اعلان وکړ چې دغه ډله د پاکستان له حکومت سره خبرواترو ته همهغه شان چمتو ده.
د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرواترو لپاره د طالبانو د چمتووالي له اعلانه مخکښې د دغه هیواد پوځ ویلي وو چې له دغې ډلې سره د سولې د مذاکراتو وخت ختم شوی دی او په قبایلي سیمو کښې د ترهګرو په خلاف پراخ عملیات پیل شوي دي. د طالبانو د ډلې د پټن ځایونو د ورانولو په موخه په قبایلي سیمو باندې د پاکستان د پوځ له حمله وروسته د دغه هیواد له حکومت سره د سلوې د خبرواترو د نوي پړاو د پیلولو لپاره د طالبانو د ډلې د چمتووالي په هکله د دغې ډلې د ویاند څرګندونې، د خپلو کسانو د وژل کیدو په شمول د دغو حملو له پایلو څخه د یادې ډلې د اندیښمنۍ بیانونکې دي.
د طالبانو دغه ویاند د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرواترو لپاره د خپلې ډلې د چمتووالی خبر په داسې شرایطو کښې ورکړی دی په دغه هیواد کښې د د نښتو او تشدد د ختمولو لپاره له واکمن مسلم لیګ ګوند سره د خبرواترو لپاره په دغه ډله کښې جدي اراده نشته. د پاکستان له حکومت سره د سولې د مذاکراتو په لړ کښې د طالبانو د ډلې وروستۍ مخینه، په راتلونکي کښې د احتمالي خبرواترو لپاره د دغه هیواد په وړاندې هیڅ روښانه او د اعتمادوړ پس منظر نه ږدي.
د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې مذاکرات چې په تیره مارچ میاشت کښې پیل شول، په تیرو میاشتو کښې د دغې ډلې لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ او د سولې د خبرواترو په هکله په ډلې کښې دننه د نظر جدي اختلافاتو په شمول په مختلفو وجوهاتو له ډیرو لوړو ژورو سره مخامخ پاتې دي.
په داسې حال کښې چې د پاکستان حکومت د طالبانو لخوا د ډیرو ژمنو د خلاف ورزۍ او د سولې د خبرواترو په ضرورتونو باندې د سترګو پټولو په وجه ښايي د خبرواترو په نوي دور کښې شتون ته کومه ګروهنه ونلري، د دغه هیواد پوځ په یو لا تند او تیز دریځ کښې د سولې د خبرواترو فرصت ختم شوی بللی دی.
البته له تیرو څو اونیو او په قبایلي سیمو باندې د پاکستان د پوځ د حملو په پیلیدو سره د هیواد په سیاسي او رسندوي ټولنو کښې دا ګمان مطرح شو چې د پاکستان حکومت او پوځ په قبایلي سیمو کښې د طالبانو د ډلې په پټن ځایونو باندې د حملې او د سولې د خبرواترو په هکله جدي اختلاف لري.
البته د پاکستان د پوځ له عملیاتو سره مخالفت یوازې د دغه هیواد په حکومت پورې محدود نه دی او د تحریک انصاف او ملي عوامي ګوند په شمول یوشمیر ګوندونو هم د شمالي وزیرستان په شمول قبایلي سیمو کښې د پوځ له عملیاتو سره په داسې شرایطو کښې مخالفت کړی دی چې د هغوي په باور د اسلام آباد او طالبانو د سولې خبرې اترې تراوسه پاې ته نه دي رسیدلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني په هغه څه نیوکه وکړه چې خپلو ژمنو ته یې د پاکستان د حکومت بې پامي وبلله.
مستغني له خبریالانو سره په اونیزه ناسته کښې زیاته کړه چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د دویم پړاو د امنیت په برابرولو کښې به مرسته وکړي خو د خپلې ژمنې خلاف یې عمل کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دوام کښې د پاکستان په تورونولو سره د دواړو هیوادونو په موافقو باندې په نه پایبندۍ د پاکستان په تورنولو سره وویل: د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم دور د ترسره کیدو په ورځ د پاکستان له خاورې نه د افغانستان ختیځې سیمې په توغندویو وویشتلې شوې.
مستغني په عین حال کښې د پاکستان په خلاف د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د ګټې پورته کونې په هکله د اسلام آباد د حکومت د ادعا په ردولو سره وویل: د کابل حکومت په یو رسمي یادداشت کښې دغه ادعاوې رد کړې دي.
هغه زیاته کړ: د افغانستان حکومت باوري دی چې پاکستان د ترهګرو لپاره یو امن پټن ځاې دی چې ورڅخه اوزاري استفاده کیږي او دا چاره د افغانستان او سیمې لپاره خطرناکه ده.
د افغانستان د خارجه وزارت ویاند وویل: دا هیواد ترهګرو ته هیڅکله اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په خلاف استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه چې له پاکستانه غوښتل شوي د ترهګرۍ خلاف یوه ریښتونې او جدي مقابله پیل کړي ځکه چې د ترهګرۍ پراختیا نه د سیمې په ګټه ده او نه به د پاکستان په ګټه وي.
هغه د پاکستان د کراچۍ ښار په هوايي ډګر باندې د ترهګرو حمله د ترهګرۍ په ښکارنده کښې د دغه هیواد د ګیریدو یوه نښه وبلله.
د افغانستان د خارجه وزارت ویاند یوځل بیا ټینګار وکړ چې کابل د پاکستان له خاورې څخه د توغندوي حملو د دوام د مخنیوي لپاره هر انتخاب پر میز لري.
له تیرو څو میاشتو نه په افغانستان باندې له پاکستان څخه توغندوي حملو د دواړو هیوادونو اړیکې لانجمنې کړې دي. د دغو حملو په وجه څه بموده مخکښې په کابل کښې د پاکستان سفیر د افغانستان خارجه وزارت ته وروغوښتل شو. په افغانستان کښې د اندیښنو په وجه د دغه هیواد دفاع وزیر، د داخله وزارت د مرستیال او د ملي امنیت ادارې مرستیال د پاکستان له خاورې څخه د توغندوي حملو په لړ کښې د وضاحت لپاره د دغه هیواد د ولسي جرګې په غونډه کښې ګډون وکړ.
د افغانستان دفاع وزیر بسم ا... محمدي په دغه غونډه کښې پاکستان پخپل هیواد باندې په تیري تورن کړ او ویې ویل چې افغان ولسمشر حامدکرزي حکم ورکړی چې پوځي ځواکونه دې د ځواب وینې لپاره چمتو شي.
په قبایلي سیمو کښې د مخالفو وسله والو په خلاف د پاکستان د پوځي عملیاتو په دوام سره د دغه هیواد وزیراعظم نوازشریف د افغانستان له ولسمشر حامدکرزي سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې افغانستان ته د مخالفانو د تیښتې د مخنیوي لپاره د کابل د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
نوازشریف همداشان زیاته کړه چې د افغانستان حکومت کوې شي شمالي وزیرستان په شمال د پاکستان له قبایلي سیمو سره په ګډه پوله کښې د موجودو سیمو په بندولو سره د افغانستان خاورې ته د مخالفانو د تښتیدو مخنیوی وکړي.
نوازشریف همداشان له افغان چارواکو وغوښتل چې د طالبانو د هغو سنګرونو د په نښه کولو لپاره دې لاس په کار شي چې ورڅخه د پاکستان پر خاوره د حملې لپاره کار اخلي.
د نوازشریف او حامد کرزي ټیلیفوني خبرې اترې او افغانستان ته د پاکستاني مخالفانو د تښتیدو په مخنیوي کښې د ملګرتیا لپاره له هغه څخه د پاکستان د وزیراعظم غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د کابل او اسلام آباد اړیکې په وروستیو میاشتو کښې کړکیچنې شوې دي.
د پاکستان له قبایلي سیمو سره په ګډو پولو کښې د افغانستان د حکومت د امنیتي تدابیرو د زیاتولو لپاره له کرزي څخه د نوازشریف غوښتنه په قبایلي سیمو کښې د طالبانو په خلاف د پوځ د عملیاتو د لاسته راوړنو د ساتنې په موخه د افغانستان خاورې ته د دغه هیواد د وسله والو مخالفانو د تیښتې په مخنیوي کښې د همکارۍ په موخه ده.
د پاکستان د حکومت له نظره که د دغه هیواد په قبایلي سیمو کښې له افغانستان سره ګډه پوله بنده نه شي نو افغانستان ته د طالبانو د ډلې د غړو د تښتیدو په وجه به په دغو سیمو کښې د دغې ډلې په خلاف د پاکستان د پوځ عملیات بې اغیزې وي. په تیره بیا دا چې په اوسنیو شرایطو کښې پاکستان د طالبانو لخوا د اسلام آباد له حکومت سره د خبرواترو د ضرورتونو د منلو په موخه تر دباو لاندې د دغې ډلې د راوستلو لپاره د هغې په خلاف په قبایلي سیمو کښې د پاکستان د پوځ د عملیاتو بریالیتوب ته سخته اړتیا لري.
دا نظره مطرح ده چې په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان له حکومت سره د دغې ډلې د سولې د خبرواترو له ناکامۍ وروسته په قبایلي سیمو کښې د طالبانو د کمزوري کولو زمینه برابره نه شي نو طالبان به د دغو مذاکراتو په اهمیت پوه نه شي. نو د همدې ضرورت په وجه دي چې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کښې له افغانستان سره د خپلو ګډو پولو بندیدل په خپل هیواد کښې د تاوتریخوالي د ختمیدو لپاره یو اغیزمن عامل ګڼي.
Add new comment